لاس رسیدونکی لینک

د پیښور غمي هم د طورخم بندې دروازې متاثر کړي دي


په پیښور کې د غمو د نندارتون منظر

د خیبر پښتونخوا حکومت د معدنیانو د محکمې په انتظام په پیښور کې د گل، دوشنبې، په ورځ د غمو او د قیمتي کاڼو درې ورځنی نندارتون شورو شو. په نمایش کې برخه اخیستونکی یو سنگ شناس وايي د پاکستان لخوا افغانستان سره د طورخم دروازه تړلو په وجه ددوي کاروبار په منفي توگه اغیز من شوی دی.

د پیښور په یو هوټل کې انتظام شوي نندارتون کې د پیښور د مالگو یا نمک منډای د قیمتي کاڼو کاروبار کونکو تر څنگ د سوات، افغانستان او د هیواد د بهر نه د قیمتي کاڼو کاروباریانو سټالونه لگولي وو.

په نندارتون یا نمایش کې زیاتره هغه غمي او قیمتي کاڼي نندارې دپاره ایښودل شوي دي چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې موندل کیږي.

نمایش کې برخه اخیستونکې وايي پیښور ته د خارجیانو د نه راتگ په وجه دوي زیاتره کاروبار د آن لاین یا د انټرنیټ دلارې کوي. او یو کاروباري تن چې گلبدین نومیږي، وي او ای ډیوه ته يي وویل افغانستان سره د طورخم لارې د بندیدو په وجه هم ددوي کاروبار تاواني کیږي.

په پیښور کې د غمو او قیمتي کاڼو د نندارتون نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریاله سعدیه قاسم شاه خپل رپورټ کې وړاندې کوي:

XS
SM
MD
LG