لاس رسیدونکی لینک

ډیورنډ د افغانستان اوپاکستان ترمنځ رسمي پوله ده: لطیف پدرام


Durand line photos

په افغانستان کې د کنګرې ګوند مشر او په ولسي جرګه کې دبدخشان ولایت دخلکو استازی لطیف پدرام ویلي، دافغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه رسمي پوله ده او افغان حکومت باید دې موضوع ته نور پای ټکی کیږدي.

پدرام دا خبرې نن په کابل کې یوې غونډې ته وکړې.

پدرام وویل، ګوند یې د ډیورنډ لانجمنه کرښه دافغانستان او پاکستان ترمنځ درسمي پولې په توګه پیژني اوافغان حکومت،پاکستان، ملګري ملتونه،او نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د دې لانجمنې پولې په رسميت د پیژندلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي:(مونږ په دې نظریو چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د ډیورنډ پوله د یو رسمي سرحد په توګه پیژندل شوې، زمونږ په ملي کنګره کې هم دا پوله د یوه رسمي پولې په توګه پيژندل کیږي. دافغانستان او پاکستان له دولتونو، نړیوالې تولنې او د ملګرو ملتونو سازمان څخه زمونږ هیله دا ده چې ددې پولې په رسمیت د پیژندلولپاره یوځل بیا تاکید وکړي ترڅو مونږ وکوالی شو هغو ګواښونو ته چې سیمه ورسره مامخ ده ،د پای ټکی کیږدو.)

د ډیورنډر لانجمنې کرښې دموضوع په اړه هڅه وکړه چې دافغانستان دبهرنیو چارو وزات نظر ترلاسه کړو خو دهغوی نظر په اخستلو ونه توانیدو .

خو دافغانستان دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار جاوید احمد وفا د ډیورنډ کرښې په اړه د کنګررې د ګوند دمشر څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې د دې کرښې په وسیله په زور او ظلم سره یو ستر ملت په دوو برخو ویشل شوی او د پریکړې مسئولیت یې دلوی افغانستان له سترملت سره دی.

ښاغلي وفا وي او ای ډیوه ته وویل:(( د ډیورنډ کرښه دلوی افغانستان په سترملت پورې اړه لري او حکومت وار وار ویلي د ډیورنډفرضي کرښې په اړه حکومت پریکړه نه شي کوالی، ددې کرښې په اړه به د لوی افغانستان ستر ملت پریکړه کوي دا دوی شخصي نظر دی او په یوه یا دوه افرادو په شخصي نظر دغه کرښه په رسمیت نه پیژندل کیږي.)

دافغانستان د سرحدونواو اوقبایلو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار په ټینګار سره وویل تر دې دمه نه افغان حکومت او نه هم دکرښې دواړو لوروته د میشت ملت لخوا پيژندل شوې او نه به هم په راتلوونکي کې د رسمي پولې په توګه وپيژني:( فرضي کرښې یولوی ولس په زور او جبر سره په دو برخو سره ویشلی دی، د دوی کورونه ،هجرې ، جماتونه او مقبرې په دو برخوباندې ویشل شوي دي، داکرښه هیڅ وخت دواړو غاړو ته میشت ملت په رسمېت نه ده پیژندلې او نه دافغان حکومتونولخوا په رسمیت پیژندل شوې او نه به هم وپیژندل شي او د دوی دغه نظر د افغان حکومت او ولس لپاره د منلو وړ نه دی.)

په افغانستان کې د کنګرې ګوند په داسې حال کې دکابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیورنډ کرښه، رسمي پوله وبلله او په سیمه کې د ټولو ناخوالو رامنځته کیدل یې دکرښې په رسمیت د نه پیژندلو سره تړلي وبلل چې په دې وروستیو کې ددغې لانجمنې کرښې په اوږدو کې دپاکستان پوځ د قباېلي سیمو دامنیت دخوندیتو لپاره د اغځن تار دغځولو د پیل خبر ورکړ خوافغان حکومت ویلي د ډیورنډکرښه په رسمیت نه پیژني او د کرښې دواړو غاړو ته د میشتو قومونو پرمټه به ددې یوطرفه اقدام مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG