لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستانۍ زنانه ؤ کې د خلع اخستلو رجحان سیوا شوی


د پاکستان د شماریاتو د څانگې د یو رپورټ ترمخه تیرو لسو کالو کې پاکستان کې د با روزگاره زنانه ؤ شمیره ١٢ میلین نه زیاته شوې ده. ددې نه وړاندې دا شمیره څه د پاسه پنځه میلینه وه
د پاکستان د شماریاتو د څانگې د یو رپورټ ترمخه تیرو لسو کالو کې پاکستان کې د با روزگاره زنانه ؤ شمیره ١٢ میلین نه زیاته شوې ده. ددې نه وړاندې دا شمیره څه د پاسه پنځه میلینه وه
د خاوند د زور زیاتي او بې میني واده نه د ځان خلاصولو د پاره پاکستانۍ زنانه ؤ کې د خلع اخستلو رجحان مخه په زیاتیدو دی خو ددې پرته چې د پخوا په مقابله کې دا وخت ډیرې زنانه په اقتصادي توگه په خپلو پښو ودریدلې دي او د خپلو حقوقو نه زیاتې خبردي، خلع اخستل زنانه ؤ د پاره د خطراتو نه ډک گام گڼلی کیږي. دا خبرې د پاکستانۍ زنانه ؤ په حقله یو رپورټ کې شوې دي.
د رائټرز خبرې ادارې د پاکستانۍ زنانه ؤ د تعلیم، کورني ژوند او د تیر وختونو په مقابله کې په موجوده وخت کې د وضیعت په حقله رپورټ کې ویلي که څه هم د پخوا په مقابله کې پاکستانۍ ښځې دا وخت په خپل ژوند او فیصلو زیات اختیار لري خو د مذهب او سماجي اقتدارو په نوم اوس هم د خپلو حقوقو نه محرومه کولی شي او د خطراتو سره مخامخ کیږي او په ټولنه د سړو د واک اختیار توله درنه ده.
رپورټ وايي د خلع اخستلو په مهال ځنې زنانه وژل شوې هم دي، ځنې خو یا په عدالت او یا د خپل وکیل په مخکښې په نخښه کړی شوې دي.
رپورټ کې اسلام اباد کې د خلع د شرحې حواله وکړی شوې ده، وايي اسلام اباد چې ابادي يي د لسو لکو نه زیاته ده، کال ٢٠١١ کې ٥٥٧ ښځه خاوند د یو بل نه بیل شوې وو. کال ٢٠٠٨ کې دغه شرح ٢٠٨ وه.
رپورټ کې د یوې زنانه خبریالې حال بیان کړی شوی دی چې څه رنگ يي د بې مینې واده نه ځان خلاص کړو خو چې بل واده يي ووکړو نو خاوند يي د بلې ښځې سره هم تعلقات لرل. د رابعه په نوم دغه خبریالا وايي یوه داسې ښځه چې خپله گټه وټه کوي واده د مینې د پاره کوي او که چرې خاوند ورسره مینه نه کوي نو پریښودل يي ښه وي.
رائټرز وايي که څه هم دداسې قسمه زنانه ؤ شمیره لا اوس هم ډیره کمه ده خو د روایتي سوچ طبقه دداسې زنانه ؤ نه ویره کوي.
رپورټ کې د طالباني طالبانو ترجمان احسان الله احسان قول ورکړی شوی دی چې ښځو ته په نوم داسې ازادي ورکړی شوې ده چې خپله ښځو ته ترې خطرات رامنځته شوې دي.
رپورټ کې د غیرت په نوم پاکستان کې د زنانه ؤ د وژنې ذکر هم شوی دی، وايي ترې کال پاکستان کې ١٦٣٦ ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي. په دې لړ کې د پښتنې سندر غاړې غزاله جاوید ذکر په خصوصي توگه شوی دی چې د خلع غوښتلو په وجه سره د خپل پلار ووژل شوه.
رپورټ وايي غربي هیوادونو کې زنانه د طرفه واده نه ځان خلاصول څه معیوبه خبره نه وي خو پاکستان کې دا د بدنامۍ کا گڼلی کیږي.
د یوې نظر پوښتنې یا سروی ترمخه زیاتره پاکستانیان وايي په زنانه ؤ کې د خلع اخستلو زیاتیدونکې شرح د هغوي په اقتصادي توگه خپلواکه کیدل دي. د پاکستان د شماریاتو د څانگې د یو رپورټ ترمخه تیرو لسو کالو کې پاکستان کې د با روزگاره زنانه ؤ شمیره ١٢ میلین نه زیاته شوې ده. ددې نه وړاندې دا شمیره څه د پاسه پنځه میلینه وه.
رپورټ کې د جماعت اسلامي د یوې غړې زنانه مصفیره جمال خبرې هم دي چې وايي طلاق یا خلع د خدائې په نیز کې ناخوښه کار دی خو خدائې سړې ته په ښځه ظلم حق هم نه دی ورکړی.
طالب ترجمان احسان الله احسان وايي وهل زور زیاتی نا بلکه غربي ثقافت زنانه مجبوروي چې خلع واخلي.
قانون پوهه عالیه ملک وايي د کور دننه کیدونکی تشدد د طلاق او خلع تر ټولو لوې علتونه دي. تیر کال د رائټرز خبرې ادارې د طرفه شوې یوې نظر پښتنې ترمخه پاکستان کې ٩٠ فیصد زنانه خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل د تشدد ښکار شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG