لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ملگرو ملتونو د ادارې مشر ته د دړکې خط لیږلی شوی


په اسلام آباد کې د یو این اچی سي ار دفتر په ډپلومیټک انکلیو کې موجود دی چرته چې زیاتره غیر ملکي سفارتخانې هم موجود دي چې پکې د امریکې سفارت هم شامل دی
په اسلام آباد کې د یو این اچی سي ار دفتر په ډپلومیټک انکلیو کې موجود دی چرته چې زیاتره غیر ملکي سفارتخانې هم موجود دي چې پکې د امریکې سفارت هم شامل دی

د ملگرو ملتونو د کډوالو د خیرښیگړې ادارې یو این ایچ سي ار په پاکستان کې مشر ته یو خط لیږل شوی دی چې پکې ورته د مرگ دړکې ورکړی شوي دی.

په اسلام آباد کې د پولیس یو لوړ رتبه چارواکي وي او ای ته ویلي د یو این ایچ سي ار مشر ته د دړکې تحقیقات يي شروع کړې دي.

پولیس ویلي په سپین موټر کې یو تن په اسلام آباد کې د یواین ایچ سي ار په دفتر مامور محافظینو ته يي خط ورکړو او لاړو. ددغه تن د لټون دپاره کوښښونه پیل کړی شوي دي.

په اسلام آباد کې د یو این اچی سي ار دفتر په ډپلومیټک انکلیو کې موجود دی چرته چې زیاتره غیر ملکي سفارتخانې هم موجود دي چې پکې د امریکې سفارت هم شامل دی.

پولیس ډپلومیټیک انکلیو ته تلونکې هر موټر شمیره درج کوي. او څوک هم بغیر د وړاندې د اړونده دفتر سره د وخت اخستلو نشي تللی.

ایو این ایچ سي ار پولیس سره درج کړی شوي خط شکایت کې ویلي کومې چارواکې ته چې د لیک دلارې دړکه ورکړی شوي ده د هغې نوم میري لوسي دی.

پولیس ته د یو این ایچ سي ار د شکایت نقل وي او ای لیدلی دی، پکې ویل شوي سکیورټي کیمرو د سپین موټر او پکې سور تن تصویرونه اخستې دي خو دغه تصویرونه ډیر معیاري نه دی نو ځکه ترې نه خو د موټر د شمیره او نه ترې د مشکوک تن شناخت کیدلی شي.

د پولیس مامورینو خیال څرگند کړی چې دړکې دغه خط د یو این ایچ سي ددنه چا لیکلی نه چې کومې تندروې ډلې لخوا لیږلی شوی. پولیس دا خبره ځکه هم کوي چې د پولیس د سختې څارنې د لاندې ډپلومیټک انکلیو ته د بهر نه څوک څه رنگ داخلیدی شي.

په پاکستان کې د امنیت حالات کړکیچن دي. په ورستۍ ورځو د مسلح اسلامې تندروه ډلو په حملو کې گڼ شمیر خلک وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG