لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې ټیسټ ټیوب بی بي د قران په رڼا کې روا گرځول شوی


ټیسټ ټیوب بی بي په غربي نړۍ کې کومه نوې خبره نه ده. نږدې درې لسیزې وړاندې په لویدیځې نړۍ کې بې اولاده جوړې له یادې طبې لارې څخه په ګټه اخیستو اولاد زیږوي
ټیسټ ټیوب بی بي په غربي نړۍ کې کومه نوې خبره نه ده. نږدې درې لسیزې وړاندې په لویدیځې نړۍ کې بې اولاده جوړې له یادې طبې لارې څخه په ګټه اخیستو اولاد زیږوي

د پاکستان شرعي عدالت ټیسټ ټیوب بی بي (آیې وي اېف یعنې په نل یا ټیوب کې د هګیو زرغونول) قانوني او د قران له اصولو سره برابر ګرځولی دی.

عدالت پریکړه وکړه چې کچیرې د یوه واده کړې جوړې بچي په طبعي توګه نه کیږي نو هغوی ته اجازه شته چې ټیسټ ټیوب له لیارې د نر او ښځې تخمې سره یوځای کړي او دغه شان ماشوم وزیږوي.

عدالت حکومت ته ویلي چې د ماشوم د زیږونې نورې غیرطبعي لارې غیر قانوني وګرځوي او سزا ورته هم ورکړي.

سروګیټ مور چې کرایې مور هم ورته ویل کېږي په یادې پریکړه کې غیر قانونې اعلان شوې.

د عدالت په فیصله کې حکومت ته دا ویل شوي چې د ټیسټ ټیوب بې بي د زیږون قانوني او شرعي ګرځولو لپاره دې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اګست ۱۵ نیټې پورې قانون جوړ کړي.

تیسټ ټیوب بې بي یا آیي وي اېف څه شی دی؟

پدې عمل کې بې اولاده جوړې په ساینسي او طبي طریقه د نر او ښځې تخمونه د مور له ګېډې نه بهر په یوه نل کې سره یوځای کیږي. دغه یوځای شوي تخمونه د زرغون کیدو پورې په يوه خوندي لابراتوار کې په یوه نل کې پراته وي.

وروسته بیا زرغون شویې تخمې د مور په خېټه کې کيښودل کیږي او له هغې وروسته د ماشوم د پیدا کیدو ټول عمل د طبعي پړاونو سره برابر پرمخ ځي.

ډاکټره نصرت الياس وايي، ( کله چې د ښځې د هګو راکوزېدو لاره بنده وي نو په سيرنج کې ترې هګۍ راخیستل کیږي ترڅو یې بیا په بهر کې د خاوند د هګو (سپرم) سره يو ځای کړي او دوه ورځې وروسته بيا په بچي دان کې کیښودل شي نو له دې لارې بچی هم هغه شان پېدا کيږي څنګه چې ښځې عام بچي زېږوي).

هغه وويل یواځې په لومړنیو دریو مياشتو کې احتیاط پکار وي او درمل هم ورسره خوړل کیږي، نور نو په دې کې هيڅ بدله خبره نشته او د ماشوم زېږون هم د عامو ماشومانو په څیر وي.

پاکستان کې په ټیسټ ټیوب بې بي څومره لګښت راځي؟

ډاکټر نصرت وايي، پاکستان کې د یوې مودې راهیسې دا عمل ترسره کيږي او په لاهور او اسلام اباد کې دا اسانتياوې شته او دلته خلک د وړاندې نه هم دغه رنګ بچي زېږوي.

هغې وويل شپږ يا اووه کاله وړاندې به په په دغه طبي عمل دوه يا درې لاکه روپۍ خرڅ راتلو او اوس پرې د پينځه ؤ نه تر شپږو لاکو روپو پورې خرڅ راځي.

ایا فکر نه کوي د شرعي عدالت دغه پریکړه ډیره ناوخته ده؟

ټیسټ ټیوب بی بي په غربي نړۍ کې کومه نوې خبره نه ده. نږدې درې لسیزې وړاندې په لویدیځې نړۍ کې بې اولاده جوړې له یادې طبې لارې څخه په ګټه اخیستو اولاد زیږوي.

پاکستان کې هم د ټیسټیوب بی بي د لارې د ماشوم موندلو طریقه د کلونو راهیسې کارول کیږي خو له بده مرغه په ټولنه کې اکثره دغه ډول بې اولاده جوړو په ښه سترګه نه کتل کیدل.

د غربي نړۍ نه څو لسیزې وروسته د پاکستان د شرعي عدالت دغه فیصله به تر یوه بریده که څه هم ناوخته ده خو بیا هم د ډیرو میندو او پلارونو د اولاد درلودلو تنده ماته کړي او ټولنې ته به یې هم د منلو وړ کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG