لاس رسیدونکی لینک

پاکستاني چارواکو د طالب مشرانو سره ملاقات کړی


پاکستاني چارواکو د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په موخه په اسلام آباد کې د یو شمیر طالب مشرانو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.

اېسوسي ایټیډ خبري ادارې د دوو طالب مشرانو په حواله خبر ورکړی چې طالبانو پدې غونډې کې خپلې غوښتنې څرګندې کړي دي. دغو طالب مشرانو د پاکستاني چارواکو د ویرې غوښتي چې نومونه یې ښکاره نه شي. د اسلام اباد په غونډې کې د طالبانو د غوښتنو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

نړیوالو قدرتونو د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو د حاضرولو په هدف پاکستاني چارواکي تر سخت فشار لاندې نیولي دي. په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت تر ختمېدو وروسته، یو شمیر وسله وال په پاکستان کې امن پناه ځایونه جوړ کړي دي.

د ماسکو غونډې ته طالبان نه رابلل کیږي

په اسلام آباد کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو د لیدنې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، افغان چارواکي وايي چې د روسیې لخوا جوړیدونکې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ورکول کیږي.

په پام کې ده چې د اپریل په میاشت کې د روسیې په کوربتوب د ماسکو په ښار کې د پاکستان، چین او یو شمیر نورو هېوادونو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.دغې غونډې ته افغان استازي هم رابلل شوي دي.

د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د جمهور رئیس سلاکار، محمد حنیف اتمر آزادي راډیو ته وویل چې روسیه او افغانستان په را روانه غونډه کې د یو شمېر نورو هېوادونو په حضور کې د افغانستان د سولې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر موضوع بحث کوي.

اتمر وویل: "په هغه غونډه کې چې اپریل میاشت کې په ماسکو کې جوړېږي او په کې ۱۲ هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې طالبانو ته په کې بلنه نه‎ده ورکړل شوې. دا مهمه ناسته د دولتونو ترمنځ ده او دولتونه د یادو شرایطو او د سولې په اړه د روسیې او افغانستان د ګډ دریځ په اړه بحث کوي."

اتمر تیره اونۍ ماسکو ته د خپل سفر په مهال وویلي وو چې افغانستان روس خپل مهم سیمه ییز متحد بولي او د ګډ سیمه ییز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دغه هېواد همکاري ارزښتمن بولي.

(دغه خبر د وي او ای اشنا د ویب پاڼې نه اغستل شوی)

XS
SM
MD
LG