لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان سپریم کورټ د دوو جینکو په سوره کې ورکولو فیصلې نوټس اخستی.


د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ د سند ایالت په حیدر اباد ښار کې د یوې جرګې یا پنچایت لخوا د دوو جینکو په سوره کې ورکولو فیصلې نوټس اخستی دی.په حیدر ابار ښار کې د یوې جرګې په حکم یوې کورنۍ ته د ۱۳ لکه روپو تاوان او دوو جینکو په سوره کې ورکولو فیصله کړی وه.

د سپریم کورټ ستر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار د دغه جرګې د فیصلې نوټس اخستې او مطبوعاتي رپورټونه واېي د دغې وروستو پولیسو جرګه کونکي درې کسان نیولي هم دي.

د پاکستان سپریم کورټ لخوا دغه نوټس په داسې مهال اخستی شوی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې جرګو یا پنچایت ته قانوني حیثیت ورکولو یو بل هم منظور شوی. په دغه بل یا قانون کې ویل شوي که څوک د عدالت نه بهر خپلې قضیې یا کیسونه هوارل غواړي نو د جرګو یا پنچایت د لاری دغه کار کولی شي.

دغه بل ته په پاکستان کې د زنانو او بشري حقونو لپاره کار کونکو ډلو لخوا سخت غبرګون ښودل شوی وو او ویل شوي وو چې په دغه شان جرګو کې زیات تره زنانه په نخښه کیږي.

په پاکستان کې د زنانود چارو لپاره جوړ قامي کمیشن مشره خاور ممتاز وي او ای ډیوه ته ویلي جرګې غیر قانوني دي او په قامي اسمبلۍ کې پاس شوي قانون لویه نیوکه هم دغه ده چې ولې په دغې کې د جرګې نوم کارول شوی.

میرمن خاور ممتار وايي: ٫٫جرګې یا پنچایت غیر قانوني دي،اود جرګو زیات تره فیصلې د ښځو پرضد وي٬٬. د میرمن خاور په وینا په پاکستاني ټولنه کې زنانه هڅې هم د زور زیاتي سره مخ وي او که جرګو ته قانوني حیثیت ترلاسه شي نو بیا به زنانه نورې هم د زیاتۍ ښکار وي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د جرګو په اړه بل په داسې وخت منظور کړی وو چې د اسمبلۍ په ۳۴۲ غړو کې یواځې ۲۳ موجود وو. او نه د پاکستان د قانون وزیر د بل وړاندې کولو په وخت د دې خبرې څه ضمانت ورکړو چې په جرګو کې به د زنانو د حقونو حفاظت څنګه کولی شي.

XS
SM
MD
LG