د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ نن د پانامه لیکس قضیه سر ته رسولی او ددغه قضې فیصله یي خوندي ساتلې. نن د قضې د اورونې په مهال عدالت ویلي دا یوه داسې کیس نه دی چې لنډه فیصله يې واورول شي. عدالت دا هم نه دي ویلي چې دغه فیصله به کله اورول کیږي.
د پانامه لیکس قضې لپاره جوړ پینځ کسیزه بنچ مشر جسټس اصف سعید کوسه ویلي چې عدالت به د اېین او قانون لاندې په دي خواستونو فیصله کوي، او په عدالت ددې هیڅ اثر نه پریوځي چې د هیواد خلک په دغه فیصله خوشحالیږي او که نه.
د بنچ مشر قاضي په وینا عدالت به داسې فیصله کوي چې شل کاله وروستو په هم خلک وايي، دغه فیصله د قانون لاندې شوې ده.
نن دغه قضې د اخرۍ ورځې نور حال د وي او ای ډیوه خبریال الیاس خان په غږ په لاندیني لنک اوریدی شۍ.