لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان کرکټ سپر ليگ دوئیم ټوک نن په دبۍ کې شورو شو


د پاکستان کرکټ سپر ليگ ټورنامینټ د نن څخه په دبۍ کې شورو شو- د کرکټ د ټورنامینټ دې دویم ایډیشن یا پاڼۍ کې پينځه لوب ډلې برخه اخلي. دا لوب ډلې پیښور ځلمي، اسلام اباد یونایټېډ، کویټه گليډيټرز، کراچي کنگز او لاهور قلندرز دي-

نن د ټورنامینټ لومړۍ لوبه د پیښور ځلمي او اسلام اباد یونایټډ په منځ کې کیږي- د پښور ځلمي کپتان د ویسټ انډیز وتلې لوبغاړې ډیرن سيمي دی-

د پاکستان دا کرکټ ټورنامينټ په هېواد کې د تر هگرۍ د ویرې د هېواد څخه بهر کیږي خو د پاکستان د کرکټ چارواکو ويلي دي فاينل یا اخري مقابله به په لاهور ښار کې کیږي- په ټورنامینټ کې به ټولې 24 مقابلې وي چې 13 به په دبۍ او لس به په شارجه کې وي -

Recommended

XS
SM
MD
LG