لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په غیر قانونه توګه د پیسو لېږلو مخه نیولو مرکز پرانستل شوی.


د برطانیې نړیوالې پرمختیا د څانګې په مالي مرسته د پاکستان په مرکزي سټېټ بېنک کې د مالي څارنې دپاره مرکز پرانستی شوی چې مقصد یې د مني لانډرنګ یا په غېرقانونه توګه د پېسو منتقل کولو او ترهګرۍ د مالي مرستو مخنیوي کول دي.

دغې مرکز یا څانګې له د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د مخنیوي ادارې یو اېن او ډي سي لخوا د ګومېل په نوم سافټ ویئر تیار کړی شوی دی.

په دې مرکز کې به پاکستان کې د موجودو بېنکونو، پېسو بدلولو د کمپنو او نورو مالیاتي ادارو د لارې منتقل کېدونکو پېسو ریکارډ جمع کيږي او مشکوک مالي لېن دېن به معلومولی شي.

د بېنکونو د چارو کارپوهه محمداسماعیل وايي د دې سافټ ویر د لارې به اوس مشکوک لېږونکې پېسې معلومولی شي، هغه وویل پاکستان کې وړاندې دا نظام موجود ؤ چې د پېسو ریکارډ معلوم کړي خو اوس د دې توان سېوا کړی شو.

٫٫اوس به د دوي سره ریکارډ په سمه طریقه محفوظ کیږي، وړاندې به دوي ریکارډ ساتلو خو د دوي سره دا توان نه وو چې دومره ډیر ریکارډ جمع کړي.٬٬

هغه وویل اوس چې بېنکونو کې څومره پېسې جمع کيږي او ویستل کيږي او مشکوک وي ریکارډ ته به رسايي په اسانه کيږي

پاکستان کې د بهرنو پېسو د کاروبار کوونکو کمپنو د اتحادي مشر ملک بوستان وايي دوي د دغه ګام هر کلی کوي چې د هر ډول پېسو هغه که د ملک نه بهر لېږل کيږي یا ملک ته راځي پکار ده چې د هغو ټولو معلومات ښکاره وي.

نوموړی وايي د مني لانډرنګ یا په غېر قانونه توګه پېسو وړو راوړو دپاره باید کلک ګامونه پورته کړی شي. ملک بوستان وايي د بېنکونو او کمپنو د لارې د پېسو لېږلو مقدارمعلوم دی خو وايي پکار د هنډۍ یا حوالې د مخنیوي دپاره اقدامات وشي

٫٫داسې قسمه قاچاق چې کیږي یا د ترهګرۍ د پاره فنډونه راځي دا ټول په غیر قانونه لارو راځي قانوني لارې پکې نه کاریږي. دا د هونډۍ، حوالې د لارې راځي او د حوالې د پاره دوي ته دوبۍ لاېسنس ورکړی دی.٬٬

ملک بوستان زیاته کړه د حوالې د کار نهامریکا، برطانیه، پاکستان او یورپ یو ځای هم نه دی پاتې او دا کار لاس په لاس کيږي کوم ریکارډ نه لري، خو که دې ته لائسنس ورکړی شي نو ریکارډ به یې معلوم شي او که بیا هم څوک د دې ریکارډ نه ښکار کوي پکار ده چې د هغې دپاره سختې سزاګانې مقرر کړی شي.

د سټېټ بېنک ډايريکټر عابد قمر هم ویلي مرکز بېنک کې پرانستي دغه مرکز کې به د بېنکونو د لارې منتقل کېدونکو پېسو ریکارډ جمع کيږي او زیاته کړې يې ده چې دویي سره اوس د پېسو د مشکوک ورکړې راکړې پوره ریکارډ جمع کولی شي.

خو نوموړي ویلي د دې مطلب دا نه دی چې دې سره به په نړیوالو پولو منتقل کېدونکو غېر قانوني پېسو ریکارډ هم معلومیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG