لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت ولس ته خبرداری کړی په سوشل میډیا دې د "ائیني" ادارو پرضد تبلیغات نه کوي


د پاکستان د اطلاعاتو وفاقې وزیرې مریم اورنګزیب ویلی چی په سوشل میډیا هغه کسان د حکومت د څارنی نه نشی بچ کیدلی چی د پاکستان د ائیني او ریاستي ادارو خلاف بی بنیاده پروپیګنډا کوي
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقې وزیرې مریم اورنګزیب ویلی چی په سوشل میډیا هغه کسان د حکومت د څارنی نه نشی بچ کیدلی چی د پاکستان د ائیني او ریاستي ادارو خلاف بی بنیاده پروپیګنډا کوي

د پاکستان مرکزی حکومت ولس ته خبرداری کړی دی چې په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو دې هیواد د "ائیني" ادارو پرضد تبلیغات نه کوي خو د انټرنیټ د ازادۍ لپاره کارکونکي وايي د حکومت دغه اقدام د راي د ازادۍ د بنیادي حق خلاف ورزي ده.

خپل خبرداري کې حکومت ویلي دهغه خلکو پر ضد به سخت قانونی ګامونه اخلی چی د سوشل میډیا د لار د ائیني ادارو خلاف پروپیګنډا کوي.

دا هرڅه په داسی وخت کیږي چی د واک من گوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، مشر او وزیراعظم نوازشریف او دهغه د کورنی پر ضد دپانامه پلټنو او د ډان لیکس په سر دحکومت او فوځ تر منځه شوي مفاهمت په اړه خلک په سوشل میډیا د خپلو رایو څرگندونه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقې وزیرې مریم اورنګزیب ویلی چی په سوشل میډیا هغه کسان د حکومت د څارنی نه نشی بچ کیدلی چی د پاکستان د ائیني او ریاستي ادارو خلاف بی بنیاده پروپیګنډا کوي.

په انټرنیټ د ازادۍ لپاره کارکونکی اوسامه خلجي د انټرنیټ په اړه د حکومتي داقداماتو مخالفت کوي. هغه وايي د انټرنیټ په اړه د نوازشریف د حکومت رویه لکه د یو امر ده چې چا ته په ازادۍ د اری د اظهار اجازت نه ورکوي.

که څه هم پاکستان کې د شخصی ټیلی ویژن سټیشنو شمیره د٩٠ نه زیاته ده خو په عمومی توګه خلک په مختلفو سیاسي او سماجي مسلو باند سوشل میډیا دلارې خپل غبرګون ښکاره کوي.

په پاکستان کې د ځینې سیاسي گوندونو په سوشل میډیا فالورز
په پاکستان کې د ځینې سیاسي گوندونو په سوشل میډیا فالورز

د انټرنیټ ورلډ سټیټس ډاټ کام په ویب پاڼه خپرو شوو معلوماتو ترمخه په پاکستان کې مارچ ٢٠١٧ م پوری پنځه دیرش اشاریه درې اتیه ملینه نه زیات کسان انټرنیټ استعمالوي چې د ابادی اتلس اشاریه دوه فیصده برخه جوړیږی.

ویب پاڼې لیکی چی په پاکستان کې په کال ٢٠١٦م کی دوه نیم کروړو نه زیات د فیسبوک اکاونټس وو.

http://www.internetworldstats.com/stats3.htm

پاکستان کې زیاتره سیاسی ګوندونه د فیسبوک او ټیوټر اوکاونټس لري او په میلینونو خلک دغه فالو کوي او يا يي گوري او خوښۍ.

سوشل میډیا په اړه د پاکستاني حکومت د ورستي اقدام نور تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG