لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انساني حقونو کارکونکي: پاکستان په سوشل میډیا د رای په ازادۍ پابندي لگول غواړي


د انساني حقونو کارکونکو او د انټرنټ څارونکو د سوشل میډیا یا د سماجي رابطو د ویب پاڼو په اړه د پاکستان حکومت د ورستي اقداماتو په اړه تشویش څرگند کړی دی او وايي د وزیراعظم نوازشریف حکومت په انټرنیټ خپلو مخالفینو تنقید نشي زغملی.

په پاکستان کښې په سماجي ویب پاڼو باندې په حکومت، پوځ او په نورو ادارو د تنقید په عکس العمل کښې د خلکو په گرفتارو د بشري حقونو تنظیمونو خپل غږ پورته کړی دی.

په پاکستان کې په انټرنیټ د رای د ازادۍ دپاره کارکونکي غیر حکومتي ادارې بولو بهي ډائریکټر اسامه خلجي وايي که حکومت یا بله کومه اداره غیر آئني یا غیر قانوني کار کوي نو دا د اولس حق دې چې په مناسبه ټکو کښې پرې نیوکې اوکړي.

د انساني حقونو دپاره کارکونکي نړي واله اداره هیومن رایټس واچ هم په پاکستان کې په سوشل میډیا د حکومت په اقداماتو تشویش څرگند کړی دی.

د ایشیا د چارو دپاره د ادارې څیړونکي بریډ ایډمز تیره هفته په یو بیان کې وویل د وړاندې نه زهرجن ماحول کې د آن لاین مخالفینو خلاف د پاکستان اقدامات به د اختلاف اوازونه دنورو خطراتو سره مخامخ کړي.

په دې ورستیو ورځو کې د پاکستان د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ايف ايي ای په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې په پوځ د تنقید په الزام شپږ کسان گرفتار کړي وو.

گرفتار شوي کسان په ضمانت ازاد کړی شوي دي خو ورته ویل شوي دي چې تحقیقاتو دپاره ورته بیا د حاضرۍ امر کیدی شي.

هم دې لړ کې ٢١ نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړی شوی دی چې پکې د حزب اختلاف پاکستان تحریک انصاف او د واک من پاکستان مسلم لیگ گوند غړي شامل دي.

ځینې څیړونکی دا هم وايي چې د وزیراعظم نوازشریف حکومت په انټرنیټ د خپلو مخالفینو سره لکه د چین او د سعودي عرب چلن کوي. په دغه دواړو هیوادونو کې انټرنیټ اوس هم د گڼ شمیر قدغنونو د لاندې دی.

د پنجاب د قانون وزیر او د واک من پاکستان مسلم لیگ نون غړي رانا ثناالله د عمران خان او د هغه په پاکستان تحریک انصاف گوند الزام لگوي چې بې لاره ځوانانو په سوشل میډیا راپاروي.

اوسامه خلجي وايي خلک حکومتونو چلولو لپاره سیاسي ډلو ته ووټونه او ټیکسونه ددې لپاره ورکوي چې ټولې دندې به د آئین او قانون سره سمې وي خو که داسې نه وي نو ولس په حکومت د تنقید حق لري.

په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه خبریال نوشیروان قلندر د اوسامه خلجي سره مرکه کړې ده دلته يي اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:48 0:00

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG