د پاکستان د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ايف ايي ای په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې په پوځ د تنقید په الزام شپږ کسان گرفتار کړي وو.
گرفتار شوي کسان په ضمانت ازاد کړی شوي دي خو ورته ویل شوي دي چې تحقیقاتو دپاره ورته بیا د حاضرۍ امر کیدی شي.
هم دې لړ کې ٢١ نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړی شوی دی چې پکې د حزب اختلاف پاکستان تحریک انصاف او د واک من پاکستان مسلم لیگ گوند غړي شامل دي.
ايف ايي ای دغه اقدامات په داسې حال کې کړې دي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت خبرداری کړی و چې په سوشل میډیا د هیواد د آئیني ادارو د سپکاوي په سر په اقدامات کولی شي.
په پاکستان کې د انساني حقونو او په انټرنیټ د رای د ازادۍ کارکونکي وايي حکومت په سوشل میډیا د خپلو په فکر بندیزونه لگول غواړي.
نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان رپورټ کې اوریدی شئ: