لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د سعودي باچایانو فرقه ایزه جنگ کې ځان ښکیلوي؟


سعودي عرب د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په میاشت کې د ۳۰ اسلامي ملکونو د یو پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ، په دغه اتحاد کې پاکستان هم شامل ؤ
سعودي عرب د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په میاشت کې د ۳۰ اسلامي ملکونو د یو پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ، په دغه اتحاد کې پاکستان هم شامل ؤ

د پاکستان د پخواني جرنیل راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ کې د اسلامي نړۍ د فوجي ائتلاف د مشر جوړیدو خبر په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو تود بحث راپارولی دی، ډیرو خلکو د راحیل شریف ددغه فیصلې غندنه کړې او ځینې خلکو يي حمایت کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف غړي اسد عمر په خپل ټویټر پیغام کې د راحیل شریف دغه فيصله بدقسمتي بللې ده.

د شیعه مسلمانانو مجلس وحدت الامسلیمین په ویب پاڼه د تنظیم د یو مشرعلامه راجه ناصر عباس لخوا د راحیل شریف په فیصله ډیره فکر مندي څرگنده کړی شوې ده.

د تنظیم لخوا بیان کې ویلی شوي راحیل شریف دې دغه چوکۍ اخیستلو نه انکار وکړي. دغه شیعه تنظیم خپله فکرمندي په داسې حال کې څرگنده کړې ده چې د سعودي عرب په مشرۍ کې په یمن کې د شیعه هوثي وسله والو پرضد عملیات پیل کړې دي.

کالم نگار او تجزیه کار ډاکټر تقي په خپل ټویټر تبصره کې راحیل شریف د "راحیل صلاح الدین شریف ایوبي" په نوم یاد کړی دی چې تنزیه اشاره په صلییبي جنگونو کې مسلمان کمانډر صلاح ایوبي ته ده.

د واک من پاکستان مسلم لیگ نواز ډلې یو مهم غړي او پخواني جرنیل عبدالقیوم د راحیل شریف دغه پوځي څوکی قبلولو ستاینه کړې ده او ویلي يي دي چې د سعودي سره په پوځي ائتلاف کې د پاکستان ملگریتا یوه مذهبي زمه واري ده.

څیړونکې وايي د ٣٩ اسلامي هیوادونو دغه اتحاد یوه فریقه ایزه پوځي ائتلاف دی او دپاکستان لپاره په دې فریقه ایزه شخړه کې راتلل به ددې هیواد لپاره فرقه ایزې ستونزې لا نورې هم زیاتې کړي.

څیړونکې دا هم وايي چې د پاکستان پوځ خپلو مفاداتو دپاره خپل ځان په مسلمانه نړۍ کې د لانجمنو سعودي باچایانو خدمت ته سپارلی دی او سعودي عرب سره خپل ملاتړ ته مذهبي رنگ ورکوي.

خو د پاکستان د حکومت دریځ دی چې داسې کوم اقدام به نه کوي چې اسلامي نړۍ په خپل منځ کې تقسیم کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جمعې په ماښام د جنرل راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ کې د پوځي ائتلاف د مشر ټاکیدل کیدو د خبر تصدیق وکړو.

خواجه اصف د (جیو نیوز) په یو پروګرام کې ویلي د راحیل شریف د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد د مشرۍ په اړه څو ورځې وړاندې یو تړون شوی او زیاته کړې يې ده په دغه پرېکړه کې به د حکومت خوښه شامل وه هغه په یواځې سره دغسې نشي کولی.

راپورونه وايي جنرال (ر) راحیل شریف په ۲۷ دسمبر په خصوصي بلنه سعودي عرب ته تلی ؤ، ولې د هغه د دې سفر په اړه هم کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

د راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد د مشر کېدو په اړوند د پاکستان د پوځ هم په رسمي ډول کوم بیان نه دی ورکړی شوی.

سعودي عرب د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په میاشت کې د ۳۰ اسلامي ملکونو د یو پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ، په دغه اتحاد کې پاکستان هم شامل ؤ.

په وړومبیو کې په دې پوځي اتحاد کې ۳۴ اسلامي ملکونه شامل ؤ او وروستو دغه شمېره ۳۹ ملکونو ته رسېدلې ده، ولې په دغه اتحاد کې ایران او شام شامل نه دي.

د ترهګرۍ په ضد د اسلامي ملکونو د پوځ مرکزي دفتر به د سعودي عرب پلازمینه ریاض کې وي ولې د دغه اتحاد د اهدافو او پالیسۍ په اړوند هم تراوسه کوم بشپړ تفصیل مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG