د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې امنیتي ځواکونو په یوه مدرسه چاپه وهلې ده او د وسله والو ډلو سره د تعلق په شک يي ١٠٠ کسان نیولې دي چې ویل کیږي په قام افغانان دي.
د صوبايي حکومت ترجمان انوارالحق کاکر وي ای ته ویلي د عبدالله بن زبیر په نوم مدرسه نه گرفتار شوو کسانو سره شناختي دستاویزات نه وو خو مامورینو يي د قبضې نه ممنوعه مواد نیولې دي.
ویل کیږي د کوټې په بهوسه مندایي کې موقیعت لرونکي مدرسته تړل شوي ده او د نیول شوو کسانو خلاف قانوني کاروايي شورو کړی شوي ده.
په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د امنیتي ځواکونو د کوټې په دغه برخه کې د کاروايي کولو سبب څه و خو دغه ځای د غیرقانونه گرځول شوو ډلو او د افغان طالبانو د حمایتیانو د موجودگۍ دپاره شهرت لري.
افغان مامورین د ډیروخت راهسې وايي چې د طالبانو د رهبرانو شورا په کوټه کې موجود ده او د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د شورا خلاف دې کاروايي وکړي. پاکستاني مامورین د افغان چارواکو دغه خبره ردوي.
د خالي، شنبې، په ورځ بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي وویل امنیتي ځواکونو په نوشکي کې القاعده سره د تړون په شک کې شپږ مشکوک کسان نیولي دي. ښاغلي بگټي وویل په نیول شوو کسانو د داعش یو اهم غړي هم شامل دی چې د ځوانانو ذهنونه بدولو او په شام کې جنگ دپاره يي خلک برتي کول.