لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکوټې د چاؤدنې وژل شوي کسان خاورو ته ووسپارل شو


د کوټې په کراني روډ دروانې مياشتې په 16مه نيټه ترسره شوې داوبو ټينکر کې يوه زورداره چاؤدنه شوې وه چې پکې د80ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
ددغه چاؤدنې په ضد هزاره ورورولۍ تر څلورو ورځو دخپلو مړو دښخولو څخه انکار کړى ؤ، اؤ دکوئټې ښار پوځ ته دسپارلو پورې يې دخپل احتجاج دوامداره ساتلو اعلان کړى ؤ
د کوټې په کراني روډ دروانې مياشتې په 16مه نيټه ترسره شوې داوبو ټينکر کې يوه زورداره چاؤدنه شوې وه چې پکې د80ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ. ددغه چاؤدنې په ضد هزاره ورورولۍ تر څلورو ورځو دخپلو مړو دښخولو څخه انکار کړى ؤ، اؤ دکوئټې ښار پوځ ته دسپارلو پورې يې دخپل احتجاج دوامداره ساتلو اعلان کړى ؤ
تيره اوونۍ دبلوچستان د مرکزي کوټې په کراني روډ بم چاؤدنه کې وژل شوي دشيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان دشورو په ورځ دکوئټې په هزاره ټاؤن هاديره کې خاورو ته ووسپارل شو.
دبلوچستان دشيعه کانفرنس صدر سيد داؤد اغا وئيلي دي چې ټول مړي ښخ کړل شوي دي.
د کوټې په کراني روډ دروانې مياشتې په 16مه نيټه ترسره شوې داوبو ټينکر کې يوه زورداره چاؤدنه شوې وه چې پکې د80ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
ددغه چاؤدنې په ضد هزاره ورورولۍ تر څلورو ورځو دخپلو مړو دښخولو څخه انکار کړى ؤ، اؤ دکوئټې ښار پوځ ته دسپارلو پورې يې دخپل احتجاج دوامداره ساتلو اعلان کړى ؤ.
ددغو کسانو په جنازه کې په زرگونو هزاره شيعه مسلمانانو گډون کړى ، خو په دغه احتجاج اؤ هوائي ډزې هم شوي دي.
پاريدلو مظاهرينو دکوټې دډپټي کمشنر( ډي سي) په گاډي کاڼي ورولي اؤ ډزې يې کړي دي.
دکوټې ډپټي انسپکټر جنرل پوليس فياض سنبل وائي چې ډي سي ددغه بريد څخه بچ وتلى
دفرنټئير کور اؤ پوليس عسکرو په ډزو مظاهرين خوارۀ شوي دي.
بلخوا دشورو په ورځ په کوټه کې دترسره شوې اوسنۍ چاؤدنې وروستو دسرې محکمې لخوا پخپل داخستل شوي نوټس داوريدنې په مهال عدالت ددفاع دسيکرټري اصف ياسين لخوا دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) وړاندې کړى راپور مسترد کړى دى.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ ددغه کيس اوريدنه کوله.
داخله سيکرټري خواجه صديق اکبر اؤ ددفاع وزير هم په دغه موقع موجود وؤ.
عدالت ددفاع دسکتر لخوا وړاندې کړل شوى دائي ايس ائي راپور مسترد کړو اؤ امر يې وکړو چې بايد دغه راپور دبدلونونو وروستو بيا وړاندې کړل شي.
چيف جسټس وويل دعدالت پوښتنو ته ځوابونه نۀ دي وئيل شوي اؤ دنورو ايجنسو نه هم راپورونه غوښتل شوي وؤ.
ددفاع سيکرټري وويل په دې کيس کې دملټري انټلي جنس هيڅ کردار نشته اؤ زياته يې کړه چې کله ايم ائي ته څه رقم معلومات ترلاسه شي نو بيا يې دائي ايس ائي سره شريکوي.
له دې وړاندې دنهې په ورځ چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وئيلي وؤ چې دخالي دورځې دبمي چاؤدنې چې پکې 87 کسان وژل شوي وؤ، ذمه واري په وفاقي حکومت پريوځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG