لاس رسیدونکی لینک

عدالتي کمیشن ترهگرۍ خلاف د پاکستاني ادارو په کارکردگۍ تنقید کړی


د رپورټ یو اهم ټکی دا معلومات دي چې د اتم اگست په حمله کې د ککړ تن شناخت څه رنگ شوی و. د ځانمرگي حمله کونکی نوم احمد علي و چې په کال ١٩٨٧ کې زیږیدلی و. په عامه توگه د ځانمرگي حمله کې شناخت د موقع نه د هغه د سر نه کیږي خو د کوټې په دغه حمله کې د بمبار شناخت د هغه د پښو او د هغه د بوټانون څخه شوی

په کوټه کې د سږ کال د اگست په اتمه نیټه په وکیلانو د خونړۍ ځانمرگي حملې د عدالتي تحقیقاتي کمیشن مشر جسټس قاضي فائز عیسا د پیښې په اړه خپل رپورټ کې ویلي حکومت د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره کوټلي تگ لاره نه لري، حکومتي ادارې او حکومتي مامورین د ذمه وارۍ نه ځان خلاصوي او حکومت د تندروۍ پرضد خپله مفکوره په نه وړاندې کولو کې د "تاریخي" ناکامۍ سره مخامخ شوی دی.

په اتم اگست د کوټې په سینډیمن هسپتال کې د وکیلانو په یوه غونډه ځانمرگي حمله کې د ٧٠ نه زیات کسان وژل شوي وو چې زیاتره پکې وکیلان وو. وکیلان په هسپتال کې د یو بل وکیل بلال اکبر کاسي په مرگ راغونډ شوي وو چې د ځانمرگي حملې نه وړاندې په ډزو وژل شوی و.

د پاکستان سیریم کورټ د پیښې د عدالتي تحقیقاتو فیصله وکړه او د تحقیقاتي کیمشن مشري يي د عدالت جج جسټس قاضي فائز عیسا ته ورسپارله چې خپله يي هم تعلق د بلوچستان سره دی.

د ډسمبر په ١٣ مه نیټه جسټس فائز عیسا د سپریم کورټ په ویب پاڼه باندې خپل تحقیقاتي رپورټ شائع کړی دی چې پکې د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې د حکومتي، استخباراتي او امنیتي ادارو او مامورینو په کارکردگۍ سخت تنقید شوی دی. رپورټ کې ویل شوي د ترهگرۍ په صورت کې حکومتي ادارې او مامورین اوبه د ځان نه بل ته اړوي او خپله ذمه واري د بل په غاړه ایږدي.

د ١١٠ صفحو په خپل رپورټ کې قاضي فائز عیسا دا خبره هم واضح کړې چې پاکستان نه یوازې د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره تگ لاره نه لري بلکه داسې څه اقدامات يي هم نه دي کړې چې د ترهگرو د پروپیگینډې او تبلیغاتو لاره ونیسي.

"یوه تاریخي ناکامي د تندروانو تقریر، مواد او پروپگینډه په خاموشه کولو ده،" قاضي فائز عیسا ویلي او زیاته کړې ده چې پکار ده ددې مخالف مفکوره وړانډې کړی شي.

قاضي فائز عیسا په خپل رپورټ کې دا غوښتنه هم کړې ده چې لکه د نورو پرمخته تلل هیوادونو د استخباراتي په رنگ دې د پاکستان دغسې ادارو، خصوصاً ايي ایس ايي، ته دې د ولس رسايي اسانه کړی شي چې دا رنگ خلک په اسانه دغه ادارو ته معلومات ورکولی او یا ترې معلومات ترلاسه کولی شي.

په رپورټ کې د ترهگرو د حملو د تحقیقاتو په مهال د پولیس او نورو امنیتي ادارو په کار کې موجودو نیمگړتیاو ته هم پام گرځول شوی دی او ویل شوي امنیتي ادارو د موقعې نه د شواهدو په رغونډولو کې د غفلت نه کار اخیستی او داسې مواد چې په تحقیقاتو کې مرسته کولی شي، هم پرځای پریښودل شوي وو.

د رپورټ یو اهم ټکی دا معلومات دي چې د اتم اگست په حمله کې د ککړ تن شناخت څه رنگ شوی و. د ځانمرگي حمله کونکی نوم احمد علي و چې په کال ١٩٨٧ کې زیږیدلی و. په عامه توگه د ځانمرگي حمله کې شناخت د موقع نه د هغه د سر نه کیږي خو د کوټې په دغه حمله کې د بمبار شناخت د هغه د پښو او د هغه د بوټانون څخه شوی و. بوټان د کوټې د یو دوکان نه اخیستل شوي و. د حملې د موقع او دوکان کې لگیدلې کیمرو کې هغه لیدل شوی. په دوکان د بوټانو اخیستلو په وخت د هغه سره یو بل تن هم و. د سکیورټي کیمرو دغه وډیو نه تصویران واخیستل شو او بیا په اخبارونو کې شائع کړی شو او د کمیشن په غوښتنه د مشکوک بمبار په شناخت کې مرسته کونکو ته د لس لکه روپو اعلان وکړ شو.

رپورټ وايي ورسته د یو مخبر په وینا پولیس او امنیتي ادارې د احمد علي پلار ته ورسیدلې. د ډي این ای ټیسټ دپاره د احمد علي د پلار د خولې نه د لاړې نمونې واخیستلی شوي. او دا رنگ د ډي این ای د لارې د موقع نه ترلاسه شوو پښو او د احمد علي دپلار نه اخیستل شوي نمونو په زریعه خود کش بمبار د شنخاخت تصدیق وشو.

رپورټ وايي احمد علي په هر لحاظ یو عام تن و، په تعلیم کې انتهايي کمزروی و او مور او پلار يي د یو بل نه جدا شوي وو. مور يي بل واده کړی و. پولیس او امنیتي ادارې د ټیلې فون ریکارډ د لارې د پشین ضلعې د هورمزو کلې ته ورسیدل او هلته په یو کور کې يي د مشکوک وسله والو سره د ډزو په تبادله کې پنځه کسان ووژل شو او یو تن ونیول شو.

XS
SM
MD
LG