لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: فاټا، بلوچستان د پاکستان غریب ترینې سیمې دي


په فاټا کې د غربت کچه درې اویه فیصد ده
په فاټا کې د غربت کچه درې اویه فیصد ده

د پاکستان قبایلي سیمې، فاټا، او بلوچستان د هیواد غریب ترینې سیمې دې، دا خبره په پاکستان کې د غربت په اړه یو حکومتي رپورټ کې شوي ده او د اقتصاد ماهرین وايی په دغه سیمو کې د غربت یو سبب د حکومت غلطې تگ لارې او بې توجهې هم ده.

د ملټي ډیمینشنل پاورټي انډکس په نوم رپورټ د گل، دوشنبې، په ورځ د منصوبه بندۍ مرکزي وزیر احسن اقبال شائع کړو. رپورټ وايي د کال ٢٠٠۴ نه تر د کال ٢٠١٥ پورې په پاکستان کې په مجموي توگه د غربت کچه د ٥٥ فیصد نه د یو کم ٣٩ فیصد ته راټیټه شوي ده خو ددې باوجود هم په لسو کې څلور کسان په انتهايي غربت کې ژوند کوي.

د نورو صوبو په مقابله کې په بلوچستان کې د غربت صورتحال انتهايي خراب دی. شمالي پنجاب او د سند شهري علاقو کې شته مني د پاکستان د نورو برخو په مقابله کې زیاته ده.

په پاکستان او په خصوصي توگه فاټا، خیبر پښتونخو او بلوچستان کې د غربت په اړه اقتصادي ماهرین وايي په دغه سیمو کې ددې مسلې په عواملو کې د حکومت غلط ترحیحات، د قدرتي وسیلو نه کار نه اخیستل او د سرمایه کارۍ نشت والی دی.

په ورستي کلونو کې فاټا او خیبر پښتونخوا د ترهگرۍ امله د "جنگ په گرفت" کې دي چې د پرمختگ او د معاشي سوکالۍ مخه يي نیولې ده، دا خبره د خیبر پښتونخوا پخواني چیف سیکریټري او د اقتصادي چارو ماهر خالد عزیز د وي او ای ډیوه د روانې چارو په پروگرام هیلو وي او ای کې وکړه.

خالد عزیز وویل که څه هم د خیبر پښتونخوا په کرک ضلع کې د تیلو او گیس زخایر موندلی شوي او گټه ترې اخیستل کیږي خو په پراخه کچه د سیمې د معدني وسیلو د ترقۍ دپاره لا څه ډیر اقدامات نه دي اخیستل شوي.

د ملټي ډیمینشنل پاورټي انډکس په نوم رپورټ وايي د پاکستان په ابادۍ کې په سلو کې اته دریش اشاریه اته کسان په غربت کې ښکیل دي.

غربت او انتهايي غربت په کلي والو سیمو کې ډیر دی چې شرح يي څلور پنځوس اشاریه شپږ فیصد ده، یعنې په سلو کې څلور پنځوس کسان په غربت او انتهايي غربت کې ژوند کوي.

په شهري او کلي والو سیمو کې د غربت په کچه کې د فرق په اړه د اقتصادي امورو ماهر انور محمد وايي دا په شهري علاقو د حکومت د ضرورت نه د زیاتې توجه نتیجه ده.

انور محمد چې د سینټر فار گورننس اینډ پبلک اکاونټیبیلیټي نومې غیر حکومتي ادارې څیړنکار دی، وايي په پیښور کې لکه د حیات اباد پل، په اسلام اباد او لاهور کې د میټرو بس په رنگ منصوبو باندې په کروړونو روپۍ لگول کیږي خو په دې شرح په کلي والو او ورسته پاتې سیمو د ترقۍ پاره مالي وسایل نه استعمالیږي.

په فاټا کې د غربت کچه درې اویه فیصد ده.

په بلوچستان کې د غربت کچه یو اویه فیصد، په خیبر پښتونخوا کې یوکم پنځوس فیصد، په سند کې درې څلویښت او پنجاب کې یودریش فیصد ده.

د حکومت دا شمیر شمیرې ښايي په تیرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د غربت کچه په خپل ځايي ولاړه ده خو په پنجاب، سند، او بلوچستان کې د غربت شرح تر څه حده پورې کمه شوي ده.

د هیواد په غریب ترینو پنځو ضلعو کې څلور په بلوچستان کې دي چې پکې قلعه عبدالله، هرنايي، بارکان او شیراني ضلعې شاملې دي. دغلته د غربت شرح د نوي فیصد نه پورته ده.

په بلوچستان کې د غربت لوې سبب د اقتصادي چارو ماهر سید علي شاه گڼي چې د صوبايي حکومت او د صوبې د سردارانو، نوابانو او خانانو بې ځایه ترجیحات دي چې وخت په وخت په حکومت کې پاتې شوي او بلوچستان د پرمختگ دپاره يي کوټلي اقدامات نه دي پورته کړي.

تعلیم، صحت او روزگار د بلوچستان لوې مسلې دي او د غرب سبب دی خو حکومت عن په نوي بجټ کې هم په دې لړ کې د لویو منصوبو اعلان نه دی کړې، سید علي شاه وايي.

د خیبر پښتونخوا په کوهستان ضلع کې د غربت شرح پنځه نوي اشاریه اته فیصد ده.

د پنجاب مفظرگړ او راجن پور ضلعې هم په دغه صوبه کې د انتهايي غربت ښکا دي. هلته د غربت د شپیته فیصد نه څه لږه زیاته ده.

د حکومت په دې سروی کې ویل شوي چې د پاکستان د ابادۍ شپیته فیصد خلک د اخلي پخلي دپاره خشاک ته رسايي نه لري، اته څلویښت فیصد خلک د سکول تعلیم سر ته و نه رسول شي، په لسو کې څلور کسان په خپل ژوند کې څه قیمتي اساسه نه لري او د اته دیرش فیصد نه زیات خلک د یوې کوټې په کور یا څه بل سر پناه کې ژوند تیروي. او د ابادۍ دریمه برخه د صحت د خیر ښیگړې اسانتیاو ته رسايي نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG