لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې صحافت کول "د ژوند سره لوبې کول دي"


صحافت د ازادۍ د ورځې په مناسبت په پاکستان کې د هغه خبریالانو په یاد کې دستوره وشوه چې د خپلې دندې په سر وژل شوي دي
صحافت د ازادۍ د ورځې په مناسبت په پاکستان کې د هغه خبریالانو په یاد کې دستوره وشوه چې د خپلې دندې په سر وژل شوي دي

د ګردۍ نړۍ په رنګ پاکستان کې هم نن د صحافت د ازادۍ ورځ نمانځل کيږي خو پاکستان د تیېرې اوږدې مودې راهسې د خبريالانو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شامل دی.

په پاکستان کې خبريالان وايي که څه هم دا وخت په پاکستان کې مارشل لا نه ده چې رسنۍ د پوځي امريت په لاس کې دي او خبريالان په زندانونو کې دي خو نن هم په يو بل شکل کې نه خو رسنۍ ازادې دي او نه خبريالان محفوظ او ازاد دي.

خبريال او څيړونکی مظهرعباس وايي پاکستان کې اوس هم په صحيح معنو کې خبريالان او رسنۍ ازادې نه دي او د دې ازادۍ ترلاسه کولو دپاره ډېر څه کول لا پاتې دي.

"ځينې بندېزونه د حکومت لخوا ټيلي ويژن چېلنو ته د پیمرا په شکل کې راځي د دغه ادارې کردار مشکوک کوي، او ځينې د غېر رياستي عناصرو لخوا فشار وي، د خبري ادارو په ودانو او ګاډو بريدونه شوي او تراوسه پورې د ۱۰۰ نه زيات خبريالان وژل شوي دي".

هغه وويل بندېزونه او هغه قوانين اوس هم موجود دي د کوم د لاندې چې خبريالانو ته سزاګانې ورکړی کېدی شي او اخبارونه او چېنلې بندېدی شی.

د خبريالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړيوال تنظيم رپورټر ود آؤټ بارډرز يا بې پولې خبريالانو د ډلې په پاکستان کې استازی اقبال خټک وايي، "په پاکستان کې دا وخت صحافت کول د ژوند سره لوبې کول دي".

نوموړی وايي خبريالانو او رسنيو ته "مشکلات د هر اړخ نه دي د سرکاري خلکو نه د سرکاري ادارو نه او د غېر سرکاري خلکو او ادارو نه هم دي او مونږ ګورو چې سياسي ګوندونه په ژورنالسټانو او مطبوعاتو په ادارو ګوزارونه کوي، څه حکومتي ادارې او څه حکومتي خلک نه غواړي چې ازاد ژورنالزم دې وشي په پاکستان کې".

هغه وويل څه موده وړاندې چې په خیبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې کومه ترهګري وه په هغې کې ډېر خبريالان ووژل شو، دغه شان په بلوچستان کې خبریالان د ستونزو سره مخ دي او په سندهـ صوبه کې يې خپل مشکلات دي.

هغه وويل پنجاب د بهر نه ښه ښکاري خو چې دننه ورشې نو د نورو ځايونو نه په پنجاب کې خبريالانو ته ډېرې ستونزې ورپېښې دي.

پاکستان کې خبريالان وايي چې دلته دويې نه يواځې د کار په مهال د خبر ترلاسه کولو دپاره د ستونزو سره مخامخ کيږي بلکې ادارې يې هم د ساتنې څه انتظام نه کوي.

دغه رنګ ښځينه خبريالانو ته په مطبوعاتي ادارو کې دننه او بهر د برابرۍ موقع نه ورکړی کيږي او د هغوي سره د جنس په بنياد زیاتی کیږي.

د صحافت د ازادۍ په ورځ پیښور کې د قبايلي سیمو د خبريالانو يوه غونډه شوې چې پکې په دغو سيمو کې خبريالانو ته په ورپیښو ستونزو او په خصوصي توګه د پينځه ؤ کالو راهسې د قبايلي سیمې د خبريالانو د غیر فعاله تنظيم فعاله کولو په هڅو خبرې اترې شوي دي .

نن د بيان د ازادۍ په ورځ پاکستان کې د ټيلي ويژن چینلو د څار ادارې پیمرا د بول په نوم يو شخصي ټي وي چینل لائسنس هم منسوخ کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG