لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوي صدر د انتخاب دپاره ووټونه سبا اچول کیږي


 د الیکشن کمیشن اف پاکستان مشر فخرالدین جې ابراهیم
د الیکشن کمیشن اف پاکستان مشر فخرالدین جې ابراهیم
د پاکستان د انتخاباتو کمیشن اعلان کړی دی چې د هیواد د نوي صدر د انتخاب د پاره ووټونه به د نهې په ورځ اچول کیږي.
د نوي صدر انتخابات په داسې حال کې کولی شي چې د پاکستان اهمو سیاسي پارټو د صدارتي انتخاب بائیکاټ اعلان کړی دی چې پکې د موجوده صدر اصف علي زرداري پاکستان پیپلز پارټي او عوامي نیشنل پارټي شامله ده.
د بائیکاټ پرته هم، الیکشن کمیشن اف پاکستان اعلان کړی دی چې د نوي صدر د انتخاب د پاره به ووټونه د نهې په ورځ اچول کیږي او هم په دغه ورځ به نتیجې اعلانولی شي.
الیکش کمیشن اعلان کړی دی چې د یواځې دوه امیدواران په رسمي توگه د صدارتي انتخاب د پاره اهل گرځولی شوي دي چې پکې پخوانی جج وجیح الدین احمد او د کراچۍ تاجر ممنو حسین شامل دي.
الیکشن کمیشن خو د دواړو امیدوارانو د کومې پارټۍ سره د سیاسي تړون اعلان نه دی کړی خو وجیح الدین ته د پاکستان تحریک انصاف او ممنون حسین ته د پاکستان مسلم لیگ نون ملاتړ ترلاسه دی.
د صدر د انتخاب دپاره ووټونو کې د قامي اسمبلۍ او د څلورو واړو صوبائي اسمبلو غړي خپلې رائې د خفیه ووټ د لارې اچوي. صدارتي ووټونه صوبائي اسمبلو او قامي اسمبلۍ کې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG