لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ټیلي وژن سټیشنو د څارنې ادارې مشر وايي نامالومه خلک دړکې ورکوي


پیمرا د عامر لیاقت حسین په نوم د ټیلي وژن کوربه په پروگرام پابندي لگولې وه خو عدالت د ادارې دغه اقدام وځنډولو
پیمرا د عامر لیاقت حسین په نوم د ټیلي وژن کوربه په پروگرام پابندي لگولې وه خو عدالت د ادارې دغه اقدام وځنډولو

پاکستان کې د الیکټرانک میډیا ریگولیټري اتارټي، پیمرا، مشر ابصار عالم ویلي د ادارې کارمندانو ته نامالومه تنان ګواښونه کوي او د دوي کار ګران شوی دی.

ابصارعالم په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې د کومې ادارې د نوم اخستو پرته وويل "د رياست ټولو ادارو ته به فيصله کول وي چې پاکستان کوم لوري ته بوتلل غواړي، ايا مونږ له دا رياست جوړول دي؟ ایا مونږ له دا مضبوطول دي؟"

هغه وويل که چرته حکومت د داسې خلکو په ضد اقدام نشي کولی نو پیمرا دې بنده کړی شي.

ابصارعالم خبريالانو ته د ګواښ د يوټيليفوني ريکارډ خبرې واورلې او د وزيراعظم، سترې محکمې د مشر قاضي او پوځ سرلښکر نه يې د مرستې غوښتنه وکړه چې د ګواښ کوونکو لټون دې وشي او د قانون منګولو ته دې راکش کړی شي.

هغه وويل پیمرا يوه "رياستي اداره ده او رياستي اداره کار ته نه پرېښودل کیږي، او ګواښونو د دويې کار مشکل کړی نا بلکې ناممکن کړی دی."

نوموړي زياته کړه که پیمرا کوم قدم پورته کوي نو عدالت يې امر ځنډوي او د پیمرا واک په عملي توګه هائيکورټ په لاس کې اخستی دی او د ادارې واک محدود کړی شوی دی.

هغه وويل تیر کال يې ۳۷۳ اقدامات کړي چې پکې ۳۳۳ په عدالت کې چیلنج کړی شوي دي.

ابصارعالم د کوم ټيلي ويژن چینل يا په چینل د پروګرام کوونکي د نوم اختسو پرته وويل "ځيني خلک ذهنونه جوړوي د ادارو ترمنځ تفريق جوړوي او په ذهنونو کې زهر خوروي."

د پیمرا مشر خبري غونډه په داسې حال کې کړې چې نزدې یوه اوونۍ وړاندې يې د "بول" په نوم يو شخصي ټيلي ويژن د سيکيورټي کليئرنس نه کیدو په وجه د چېنل لائسنس منسوخ کړی ؤ.

وروستو سندهـ هائيکورټ د ټي وي چینل د خپرونو په ځای کولو امر وکړو او د ټي وي چینل خپرونې يې په ځای کړې.

ابصار عالم وايي که د پیمرا واک ادارې ځان سره ساتي نو پیمرا دې بنده کړی شي.

پیمرا د فرورۍ په مياشت کې د بول چینل د يو کوربه عامرلياقت په پروګرام بندېز لګولی و او ویلي يې وو ياد کوربه په خپل پروګرام کې د پیمرا د قانون سرغړونه کوي او "د کرکې وېنا کوي خلکو ته کافر او غدار وايي او د مذهب د سپکاوي تورونه پرې لګوي."

ادارې ویلي ؤ چې د سلګونو خلکو د شکايتونو وروستو پروګرام بندوي، خو څو ورځې وروستو د عدالت په امر دغه پروګرام بيا په ځای شو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG