لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: د "افغان" یا "پټهان" څیره که وینئ پولیس پرې خبر کئ


د منډي بهاوالدین ضلعې پولیس د طرفه په مطبوعاتو کې شائع شوی خبرداری
د منډي بهاوالدین ضلعې پولیس د طرفه په مطبوعاتو کې شائع شوی خبرداری

په پاکستان کې د ترهگرۍ د ورستیو پیښو ورسته په پنجاب صوبه او په خصوصي توگه راولپنډۍ او منډي بهاوالدین ضعلو کې پولیس د قبایلي سیمو سره تعلق لرونکو خلکو څارنه شورو کړې ده او مامورین وايي دا اقدام د امنیت یقیني کولو برخه ده.

د پنجاب په منډي بهاوالدین ضلع کې پولیس په خصوصي توگه په یو اعلان کې ولس ته ویلي په خپله علاقه کې که څوک د "افغان" یا د "پټهان" په څیره کې وینۍ نو پولیس ته اطلاع ورکوئ ځکه چې دوي " د خپلو ناپاک عزایمو څخه د ملک په کومه علاقه کې هم دهشت گردانه کاروايي کولی شي." په مطبوعاتو کې چاپ شوی د پښتنو په اړه بیان د منډي بهاوالدین د پولیس ترجمان د طرفه خور شوی دی.

د اسلام اباد سره نژدې په راولپنډۍ ډویژن کې مطبوعاتي رپورټونه د پولیس له قوله وايي په علاقه کې میشته د قبایلي سیمو تعلق لرونکې خلکو څارنه يي زیاته کړه ده او حکومت پښتنو ته داسې چيپ لرونکي شناختي کاروډونه په جاري کولو غور کوي چې د هغوي د حرکت ریکارډ به ساتي. هم دغه رنگ د پولیس ویلي په دې خبره هم کولی شي چې گني پښتانه دي یو ځای کې راجمع کړی شي چې دا رنگ يي څارنه سانه شي.

رپورټونه وايي په راولپنډۍ ښار او ضلع کې د قیایلي سیمو ۴٣٠٠ باشندگان یا خو ژوند او کاروبار کوي. هم دغه رنگ په اټک ضلع کې ٦١٠، په جهلم کې ٢۴٥ او چکوال کې ٢٨٠ د قبایلي سیمو پښتانه یا اباد دي او یا هلته کاروبار کوي.

د عموامي نیشنل پارټۍ سینټر شاهي سید وي او ای ډیوه ته ویلي پنجاب کې پښتانو ته په مشکوک نظر د کتلو مسله به په سنیټ کې پورته کوي. هغه وویل دا اقدام دې ختم کړی شي ځکه چې ددې په نتیجه کې تعصب او کرکه راپورته کی.ي.

څیړونکې وايي په پنجاب کې د پښتنو سره د تفریق سلوک څه نوي خبره نه ده خو دې ته سرکاري حیثت ورکړی کیږي. په اقرا یونیورسټۍ کې د نړي والو چارو پښتون استاز شهریار خان ډیوه ته په دې لړ مې وویل پښتنو سره د تعصب رویه نه یوازې پښتانه د بې روزگارۍ سره مخامخ کولی شي بکلې په هیواد کې بیلتون خوښي قام پرستي هم راپارولی شي.

په مطبوعاتو او د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې شائع شوي د منډي بهاوالدین پولیس د طرفه په اردو کې خور شوي بیان متن څه داسې وايي: "دترهگرۍ د ورستۍ واقعاتو په ترڅ کې د عام ولس نه غوښتنه کیږي چې ځینې مشکوک اشخاص چې د څیرې نه افغان یا پټهان باشندگان لگي او په مختلفو علاقو کې د پشاوري قهوه، اوچه میوه جات، د لوبو شیان او د کور د استعمال شیانو سره لیدل شوي او د خپلو ناپاک عزایمو څخه د ملک په کومه علاقه کې هم دهشت گردانه کاروايي کولی شي که چاته هم داسې تن چې افغان یا پټهان لگي او پشاورۍ قهوه، اوچه میوه جات، د لوبو شیان او د کور د استعمال شیان خرڅوي او یا ددوي نه علاوه نور څوک مشکوک په نظر راځي نو په سمدستي توگه دې نژدې تاڼې او یا پولیس، څوکۍ او پولیس وایرلیس کنټرول ته دې په ١٥ شمیره اطلاع ورکړي."

د پاکستان ټوډی په نوم د انگریزۍ ژېې ورځپاڼه وايي د پنجاب د پولیس مشر ایا ايي جي ویلي ولس ته يي د ترهگرۍ او د ترهگرو خلاف د بیدار وسیدو وینا کړې ده خو د پښتنو په ځانگړي توگه په هدف کولو يي چا ته امر نه دی ورکړی.

خوورځپاڼه د منډي بهاوالدین پولیس ترجمان عبدالروف له قوله وايي ترهگرۍ خلاف په ولس کې د پوهې زیاتولو دپاره يي اعلامیه خوره کړې ده او دا چې گني ممکنه ده په سیمه کې خلک د تجارت کونکو په جامه کې د ترهگرو دپاره د معلوماتو راغونډولو دنده ترسره کړي.

محمود جان بابر چې په پیښور کې د جیو نیوز ټیلي وژن خبریال دی په فیس بک په خپله پاڼه د پنجاب پولیس په حواله وايي د منډي بهاوالدین پولیس دغه اعلامیه جعلي ده او پولیس يي په رسمي ډول تصدیق نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG