لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیمان دې د مذهب سپکاوي قانون غلط استعمال مخه اونیسي


اسلام اباد کې د سینټ په غونډه کې د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب علم مشال خان د وژنې په سر د بحث په وخت د اپوزیشن ګوند پیپلز پارټۍ سینیټر فرحت الله بابر وویل دپاکستان په ټولنه کې د ګڼو خلکو لخوا تشدد وس یوه عامه خبره ده او په پارلیمان يې غږ کړی چې د مذهب د سپکاوي غلط استعمال خلاف خپل رول اولوبوي.نوموړي وویل ځنې خلک د مذهب په نوم د خیال ازادي غلي کوي چې د افسوس وړ خبره ده.

د مردان پوهنتون د صحافت څانګې طالب علم مشال خان په انټرنیټ د اسلام سپکاوي موادو خپرولو په تورونو باندې یونیورسټۍ کې دننه د یونیورسټۍ انتظامیې او پولیسو په وړاندې خپلو ملګرو طالب علمانو په وهلو او ټکولو وژلی وو.

د پاکستان واکمن مسلم لیګ سره تعلق لرونکي سینیټر نهال هاشمي سینټ ته وویل د مذهب د سپکاوي پر ضد قانون خلک ددې نه منع کوي چې قانون په خپلو لاسو کې واخلي ځکه چې د نوموړي په وینا د مذهب سپکاوي په موادو نظر ساتلو لپاره ریاست شته.

نوموړي د ملک په مذهبي عالمانو زور راوړی چې د اسلام ریښتینی پیغام خلکو ته اورسوي او زیاته يې کړه ازاد خیاله خلکو له هم په مذهب د نیوکو کولو په ځای پدې ځان په ښه طریقه پوهه کول پکار دي.

د پیپلز ګوند سینیټرې شیري رحمان وویل په ټولنه کې د نورو خلکو لپاره د برداشت نیشتوالی یو لویه مسله ده او داچې په ګڼه د خلکوتشدد باندې نظر ساتلو لپاره سنجیده کوششونه کول پکار دي.

یوې بلې سینیټرې روبینه خالد وویل په ملک کې د ترهګرۍ څارنې لپاره ددې مخالف فکر او سوچ پرځای کولو بغیرد ترهګرۍ خلاف جنګ نشي ګټل کیدی.

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا عطاالرحمان د سینټ غونډې ته وویل چاته هم قانون په خپلو لاسو کې د اخستو اجازت ورکول نه دي پکار. نوموړي وویل ګوند يې مشال خان سره د پوره همدردو څرګندونه کوي. د مولانه عطاالرحمان ورور او د خپل ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دمشال خان دوژنې وروستو یو سیاسي جلسې ته ویلي وو چا ته به هم د مذهب دسپکاوي په قانون کې د بدلون اجازت نه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG