لاس رسیدونکی لینک

د مومندو د پای خان کلي مشران وايي ځوانان خو يي لاړل، ختم شول


د پای خان کلي جومات چې ځانمرګی برید پکې شوی

د پای خان کلي جومات چې ځانمرګی برید پکې شوی

د پای خان کلې د جمعه گل په نوم جومات د جمعې د لمونځ دپاره د خلکو نه ډک و. عبادتکونکو د سونت لمونځ کولو چې په جومات یو ځانمرگي حلمه کونکې یرغل وکړو اود کلي د اوسیدونکو په وینا د سترگو په رپ کې د عبادت ځای د انسانانو په وینو ورنگیدو.

د پای خان کلې ٣٦ کسان ووژل شو چې زیاتره پکې تنکې ځوانان وو. د عیني شاهدینو په وینا د وژل شوو زیاترو کسان عمرونه د ١٢ واخلې تر د شلو کلونو پورې وو. په حمله کې ٢۴ زخمیان وو چې شپږ کسان پکې بیرته د ابتدايي علاج معالجې ورسته خپلو کورونو ته ستانه کړی شوي دي.

په پای خان ددغه غمجنې پیښې په دریمه د اتوار، یک شنبې، په ورځ د وي او ای خبریال ارشد مومند هلته ورغلی. د کلې مشران، سپین ږیري او باقي پاتې ځوانان په یوه حجرې کې د فاتحې دپاره ناست وو.

په غم کې ککړو خلکو کې خیال گل هم شامل دی. د هغه دوه ځامن، دوه وریرونه او د یو وراره نمسی د جمعې په ورځ په جمعه گل جومات په حمله کې وژل شوي دي وايي په کور يي د غم بدحالي خوره ده.

د حکومت لخوا په پیښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته درې درې لکه او زخمیانو ته د یو یو لک روپو چیکونه د پولیټیکل انتظاميي لخوا رسول شوي دي.

د حکومت مالي امداد به د پای خان د اوسیدونکو خواري څه ختمه کړي؟ د کلي مشران خو د خپلو ځوانانو په تاوان غمجن دي، وايي ځوانان يي لاړل، ختم شول، مرگي اخوړل. د کلي یو مشر وايي حجره به اکثر ده ځوانانو نه ډکه وه خو اوس يي کټونه خالي پراته دي.

د ترقۍ نه لرې د مومندو په دې کلې حمله ولې وشوه؟

په کال ٢٠٠٩ کې د کلې مشرانو کلې کې د امن او امان دپاره یو قامي لښکر جوړ کړی و او طالبانو او د لښکر ترمنځ نښتې هم شوي وې. د پای خان مشران وايي دا هم ددغه گام په انتقام دی.

د کلې یو مشر ملک محمد صادق وویل یوازې په کلې کې نه بلکه د کلې نه بهر هم د پای خان اوسیدونکې هم د لښکر سازۍ په انتقام کې لکه د راولپنډۍ غونډې ښار کې په نخښه شوې دي. خپله طالبانو د ملک محمد صادق په کور حمله او قبضه کړې وه او اور يي ورته اچولی و. ملک صیب وايي د خپل تحفظ دپاره علاقې نه د وتلو په وخت خپل نوم هم بدلوي.

د پای خان یو بل مشر، ملک ثواب خان، وايي دا خبره ورته ښکار معلومه ده چې حمله پرې ولې شوي خو په سیمه کې د امن ساتلو ذمه واري به د لاسه نه ورکوي.

پای خان مومندو د مرکزي غلنۍ څخه شا او خوا ٥٠ او د پیښور نه شا او خوا ١٠٠ کلومیټر په شمال کې په داسې جغرافیه کې پروت دی چې یو خوا يي ملاکنډ او بلخوا باجوړ قبایلي سیمه پرته ده.

پای خان په ښارۍ دره کې د غره په لمن کې پروت دی. باراني علاقه ده، د کار روزگار موقعې ډیرې نه لري نو ځکه اکثر ځوانان يي پیښور، کراچۍ او نورو لویو ښارونو ته د معاش په تکل کې وځي.

پای خان سره نژدې بازار د انبار دی. حد کلې سره نژدې پای خان ته لار بیله شوي ده. دغه ١٥ کلومیټره لار کچه ده. او د حد نه پرته بیا د امنیتي ځواکونو څه چیک پوسټ نشته.

د دوه نیم زرو کورنیو په دغه کلي کې یو پرایمري سکول دی. بله د ترقۍ نخښه نژدې یو هسپتال دی چې د کلې اوسیدونکې وايي ډاکټران او نور بنیادي سهولتونه نه لري.

د سیمې د امن دپاره په خپل سر د لښکر جوړولو او د طالبانو خطر سره د ځان مخامخولو په بدل کې حکومت د کلې د ترقۍ دپاره هیڅ نه دي کړې. دا گیله د کلې یو مشر صادق خان کوي.

کلې د ټیټې تعلیمې کچې یو مثال د کلې اوسیدونکې دا هم ورکوي چې په ټول پای خان کې ١٥ میټرک یا لسم جماعت پاس نشته.

د پای خان د جمعه گل په نوم جومات ودانۍ لکه د کلې د کورونو د گټو او خاورې نه جوړه وه. د جمعې په ورځ بم چاودنې يي د دیوال د خاورې لیو لرې کړی، دیوالونه يي څرگند کړي. د جومات برانډه ورانه ده. په ځمکه پیزار، د جامو ټوټې او په گردونو پټه یوه المارۍ کې قران مجیدونه پراته وو.

حکومتي مامورینو جومات د بیا جوړولو لوظ کړی دی.

د جومات امام په دغه جمعه غیر حاضر و. خو د هغه کورنۍ او یا د کلي مشران د هغه د درک په اړه څه معلومات نه لري.

XS
SM
MD
LG