لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلیم الدین: پاکستان د احمدیانو خوندي ساتلو کې ناکامه شوی دی


په چکوال کې د حملې ښکار شوی د احمدي ټولنې جومات
په چکوال کې د حملې ښکار شوی د احمدي ټولنې جومات

پاکستان د ریاست په کچه د تندروه غیر ریاستي ډلو سرپرستي کړې ده، ریاست د احمدیانو په تحفظ کې د ناکامۍ سره مخامخ شوی دی او په کال ٢٠١٦ کې په احمديانو په منظم ډول حملې شوي او د عقيدې په اختلاف شپږ احمديان وژل شوي دي.

دا خبرې د احمدي ټولنې لخوا جاري شوي یو رپورټ کې شوي دي.

د احمدي ډلې ویاند سليم الدين په يوه خبر پاڼه کې په کال ۲۰۱۶م کې د دغه ډلې په ضد ترسره شوؤ عملياتو تفصيل ویلي چې تیر کال د احمديانو په ضد کرکه او تشدد نور سیوا شوی دی.

بيان کې ويل شوي چې تیرکال د دسمبر په ۱۲م نیټه د پنجاب صوبې د چکوال سيمې دوالميال کې په احمدي عبادتخانه بريد وشو. که څه هم وروستو هلته امنيت پر ځای شو خو عبادتخانه تراوسه د سرکار په ولقه کې ده او احمديان د خپل عبادت خانې نه محرومه کړی شوي دي.

د بيان ترمخه د لاهورهائيکورټ د امرباوجود د احمدي ډلې د (رساله تحريک جديد او روزنامه الفضل) په نوم مطبوعات بند کړی شوي دي.

سي ټي ډي پنجاب يې په ربوه چهاپه وهلې او څلور بې ګناه احمديان يې نیولي او په بې اساسه تورونو يې پرې مقدمې جوړې کړي دي.

احمدي وياند زياته کړې چې په کال ۲۰۱۶م کې د پاکستان د اردو ژبې مطبوعاتو د ډلې په ضد د بې بنياده او راپارؤنکو خبرونو خپرولو سلسله دوامداره ساتلې، ۱۷۵۴ خبرونه او ۳۳۱ ليکونه يې په ضد د پروپېګنډې په توګه خپاره کړی شوي دي.

په بيان کې غوښتنه شوې چې په کال ۱۹۸۴م کې جوړ شوی قانون د بشري حقونو سخته سرغړونه ده او د قاديانيت ارډيننس جاري کېدو وروستو تراوسه پورې احمديان د سياسي، سماجي او قانوني امتيازي سلوک سره مخ دي، کوم چې د ټولنې دپاره د يو شان بنيادي حقونو نفي کوي.

سليم الدين ويلي د دغه قانون جوړونې وروستو د ۲۰۱۶م د ۳۱م دسمبر پورې ۲۶۰ احمديان د عقېدې په بنياد وژل شوي، په ۳۷۷ باندې وژونکې حملې شوي، ۳۷ عبادتخانې يې ورانې شوي او ۳۳ تړل شوي دي. ۱۷ عبادتخانې يې قبضه شوي ۳۹ قبرونه يې کنستل شوي او ۶۵ احمديانو ته يې په شريکو هديرو کې د ښخولو اجازه نه ده ورکړی شوې.

وياند زياته کړې په ملک کې په عمومي او پنجاب او سندهـ صوبه کې په خصوصي توګه د کرکې او راپارؤنکي مواد په عام ډول خپرول کيږي چې پکې د احمديانو د سماجي او معاشي بائيکاټ نه واخله تر د وژلو پورې ترغيب ورکړی کيږي او د هغې په نتيجه کې يو شمېر پېښې هم رامنځته شوي دي.

بيان کې ويل شوي چې د تعليمي میدان په برخه کې هم احمديانو سره بې انصافۍ کيږي.

د احمدي ډلې وياند د خپل بيان په اخره کې پاکستان کې د انصاف خوښه حلقو نه غوښتي چې په حکومت زور راوړي چې د مذهبي تعصب د ختمولو دپاره موثره اقدامات وکړي.

د احمدي ډلې په تازه څرگندونو د پاکستان حکومت په سمدستي توگه څه نه دي ویلي خو پاکستاني چارواکي وايي په هیواد کې د اقلیتونو د تحفظ دپاره يي اقدامات کړې دي.

د واکمن پاکستان مسلم لیگ نون د سنیټ د انساني حقوقو کمیټۍ غړي سنیټر جاوید عباسي تیره هفته په امریکا کې پاکستاني خبریالانو سره غونډه کې ویلي په هیواد کې اقلیتونو ته تحفظ ورکول د حکومت ذمه واري ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG