لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې 6 جنگيالي وژل شوي


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دشورو په ورځ دجيټ الوتکو لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو ترسره شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
راپورونه وائي په تيراه سيمه کې دجيټ الوتکو څخه بمباري شوې چې پکې دشپږو جنگيالو دوژل کيدو ترڅنگ دهغوي درې ځالې هم تباه شوي دي.
په کومو سيمه کې چې دجيټ څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې ، هغې پورې دميډيا رسد نشته ، ځکه په ازاد ډول ددغه کارروايۍ او پکې داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى.
دخيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دتندلارو په ضد دغه بمباري يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوې چې دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په باړه روډ موقعيت لرونکي دپوليټيکل ايجنټ په دفتر ځانمرگي بريد کې ژوبل شوي اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ تيره ورځ دټپونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
دسږکال دپيل څخه په قبائيلي سيمو خيبر اؤ اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په شکمنو ځالو دپاکستاني پوځيانو لخوا دجيټ الوتکو په ذريعه بمبارۍ کې تر ډيره حده چټکتيا راغلې ده ، چې پکې امنيتي چارواکو دلسگونو جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG