لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي پخوانی او جماعت الاحرار اوسنی وياند پوځ ته تسليم شوی


احسان الله احسان د پوځ په اړوند سخت دريځ لرلو او د خبر نه خپرولو په سر به يې خبريالان هم ګواښل
احسان الله احسان د پوځ په اړوند سخت دريځ لرلو او د خبر نه خپرولو په سر به يې خبريالان هم ګواښل

د پاکستان پوځ وايي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخوانی او د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې موجوده ویاند احسان الله احسان الله ځان پوځ ته سپارلی دی.

د پوځ وياند میجر جنرل آصف غفور دغه خبره په اسلام اباد کې خبريالانو ته په ملک کې تندلارو خلاف جاري د ردالفساد په نوم د عملياتو حال تیرولو په وخت وکړه.

پوځي وياند وويل "دا د پوځ غټه کاميابي ده چې غټ دښمنان يې ورته ځان سپاري. او زه تاسو ته ويل غواړم چې د تحريک طالبان پاکستان پخواني او جماعت الاحرار ډلې مشر احسان الله احسان ځان ځواکونو ته وسپارلی دی."

د پوځ ویاند نور تفصیل نه دی ویلی چې هغه ځان کله او په کوم په ځای کې پوځ ته سپارلی دی.

پوځ د احسان الله احسان د تسلیمیدو دعوه په داسې وخت کې کړې چې تیر کال د نومبر په مياشت کې پاکستان جماعت الاحرار ډله غیرقانونه تنظیم وګرځولو او له هغې وړاندې د اګست په مياشت کې امريکا دغه ډله د نړيوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامله کړې وه.

ویل کیږي چې د طالبانو د ویاند په توګه د ګڼ شمیر ترهګرو بريدونو زمه واري قبلونکي احسان الله احسان خپل اصلي نوم سجاد مومند دی او د قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لري.

په کال ۲۰۱۱م کې احسان الله احسان د ټي ټي پي مرکزي ترجمان مقرر کړی شو. د کال ۲۰۱۳م د نومبر په وړومبۍ نیټه چې کله د ټي ټي پي مشر حکيم الله محسود په ډرون بريد کې ووژل شو نو ددې وروسته په ډله کې اختلافات رامینځته شول. احسان الله احسان د يو بل طالب کمانډر عمرخالد خراساني سره په شریکه د جماعت الاحرار په نوم بله تنظیم جوړ کړواو تراوسه پورې يي د دغه ډلې د ترجمانۍ دنده ترسره کوله.

خو شا او خوا د تیرو دوو میاشتو راهسې احسان الله احسان خاموشه شوی و او د جماعت الاحرار بيانونه به د اسدمنصور په نوم جاري کیدل.

طالبانو يا جماعت الاحرار د پوځ په دې دعوه په سمدستي توگه څه نه دی ویلي چې احسان الله احسان تسلیم شوی دی.

احسان الله احسان د جماعت الاحرار ډلې د ټولو ترهګرو پیښو زمه وارۍ قبولې کړي، رسنيو ته به يې وخت په وخت خبرونه ورکول، د ټولنيزو اړیکو په ويب پاڼو فیس بک او ټويټر باندې هم فعاله و.

هغه د پوځ په اړوند سخت دريځ لرلو او د خبر نه خپرولو په سر به يې خبريالان هم ګواښل.

که څه هم پوځي وياند د احسان الله احسان په اړه نور څه نه دي ويلي چې د هغه سره به په راتلونکې کې څه چلند کيږي خو څيړونکي وايي هغه ډېر معلومات لري او د ترهګرۍ په ضد جاري عملياتو کې د هغه نه ډېر اهم رازونه ترلاسه کیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG