لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ردالفساد عملیاتو اهداف واضحه نه دي، څیړنکاران


پنجاب صوبه کې زياتره پښتانه په سرښار لاهور، ګوجرانواله، فېصل اباد، سيالکوټ او کاروباري صنعتي علاقو کې مېشت دي او دوي په خوارو مزدرو پسې دغلته راغلي دي
پنجاب صوبه کې زياتره پښتانه په سرښار لاهور، ګوجرانواله، فېصل اباد، سيالکوټ او کاروباري صنعتي علاقو کې مېشت دي او دوي په خوارو مزدرو پسې دغلته راغلي دي

د پاکستان د پوځ وايي په هیواد کې د ردالفساد په نوم پیل کړی شوو عملياتو کې تر اوسه پورې څلور ترهګر وژلي او د ۶۰۰ نه زيات مشکوک تنان يي نیولي چې پکې يو شمیر افغانان هم شامل دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه په ترسره شوو عملياتو کې پنجاب صوبه کې رېنجرز ځواکونو د کرور، ليه او راولپنډې په ګډون د صوبې په بېلابیلو برخو کې ۲۰۰ کاروايي کړي دي. چارواکي وايي په دې کې يي مشکوک کورونه، مدرسې او دوکانونه لټولي دي.

د پوځي بيان ترمخه په عملياتو کې جهادي مواد او وسله ترلاسه شوې او د جماعت الاحرار نومې ډلې څو پلويان پکې هم نيول شوي دي.

څيړونکی نويدحسین وايي هغه ګڼي چې د د ردالفساد اپرېشن اهداف واضحه نه دي. نوموړی وايي "تراوسه پورې چې درې څلور ورځې وشوې چې دا پرېشن شورو شوی دی نو مونږ ته کومه واضحه کاميابي نه ښکاري، که د ترهګرو لويه سټه نيول شوې وی يا نيټ ورک يې مات کړی شوی ؤ نو داسې څه واضحه نشته".

هغه وويل دا به لږ د وخت نه مخکې ويل وي چې اپرېشن به څه گټې ترلاسه کړي او زياته يې کړه ښکاري چې د اپرېشن هدف پنجاب صوبه او په خصوصي توګه جنوبي پنجاب دی چرته چې به د وړاندې نه ویل کیده دغه سيمه د لاقانونه ګرځوؤ ډلو مرکز دی.

څيړونکی حسن عسکري وايي يو پوځي عمليات وي چې په لنډ وخت کې ترسره شي او دويم د هغې نه پس په اوږدو کې ځينې ګامونه پورته کول وي، "لکه سوچ بدلول، د سکولونو سلېبس ته کتنه، په مدرسو نظر ساتل چې څه پکې روان دي، اوس دا نه ده معلومه چې صوبايي حکومت (پنجاب) په دې کې څومره همکاري کوي".

هغه وويل دا خبرې به په نظر کې ساتل وي که چرې پوځي عملیات وشي او ددې ورسته اوږد مهاله گامونه وانخستلی شي نو د عملیاتو گټي به یو اړخیزه وي او تندوري به هم لمینځه لاړه نشي.

څيړونکي وايي داسې ښکاري چې تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې که هغه په پنجاب، سندهـ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي زيات پکې افغانان نيول شوي دي.

د ردالفساد پیل کولو د اعلان وروستو په پنجاب صوبه کې د پښتنو زورولو خبرونه مخې ته راغلي او د پوليس لخوا داسې اعلانونه شوي چې څوک پښتون يا افغان چاته په نظر راځي د هغوي په ضد دې پوليس ته خبر ورکړی شي.

د پښتون ملت پاله او سياسي ګوندونو لخوا په پارليمان کې او بهر په دغه اعلان سخت غبرګون مخې ته راغلی او له هغې پس د پنجاب حکومت وياند ملک احمدخان ويلي حکومت به يې په صوبه کې پښتانه سوداګر ونه زوروي.

پنجاب صوبه کې زياتره پښتانه په سرښار لاهور، ګوجرانواله، فېصل اباد، سيالکوټ او کاروباري صنعتي علاقو کې مېشت دي او دوي په خوارو مزدرو پسې دغلته راغلي دي.

پنجاب ته په راغلو پښتنو کې د خېبرپښتونخوا د خلکو نه زياته شمېره د قبایلي سیمو سره تعلق لرونکو ده.

د سرکاري ميډیا ترمخه نن د اتوار په ورځ هم د خېبرپښتونخوا په چارسده، بنو او ډېره اسماعيل خان سيمو کې ۸۱ مشکوک کسان نيول شوي، د پنجاب په ويهاړي ضلع کې ۴۵ ، په کراچۍ کې ۷۰ مشکوک کسان چې پکې افغانان او ازبک هم شامل دي نيول شوي دي.

او د بلوچستان صوبې د چاغي ضلعې په دالبندين کې څلور افغانان پوليسو نيولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG