لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په تیرو پېنځو کالو کې شپږنیم زره پښتانه وژل شوي: راپور


People help victims of a bomb blast in Quetta, Pakistan, Monday, Aug. 8, 2016.
People help victims of a bomb blast in Quetta, Pakistan, Monday, Aug. 8, 2016.

څیړونکي واېي د پاکستان ریاست په هیواد کې د پښتنو وژنه اډو وژنه نه ګڼي او نه په دغو خفګان کوي او دا وخت د پاکستان قامي پالیسي يواځې د پنجاب ایالت د تحفظ او خواهشاتو ګیرچاپیره تاويږي.

سوېلي اسیا کې په ترهگربریدونو کې وژل شوي کسانو شمیره کونکې یوې ویب پاڼې ويلي په تیرو پنځو کالو کې د پاکستان په قباېلي سېمو، پښتونخوا، او بلوچستان ایالت کې شپږ نیم زره کسان وژلې شوي. دغه رپورټ کې ویېل شوي په دغه موده کې د هیواد په پنجاب ایالت کې بیا په ترهګرۍ کې د وژل شوو کسانو شمیره یواځې پېنځه سوه ده.

که په پاکستان کې د تیرو څلورو اونیو ترهګر بریدونو ته اوکتل شي نو د اگست په میاشت کې په کوټه کې نزدی ٦٥ وکیلان اووژل شول. د امریکا یو وتلی اخبار دغه وژل شوي وکیلان د صوبی سرمایه یا د سر خلک بولي. په ٢۴ماگست په کابل کې په امېریکن پوهنتون ترهګر برید کې طالبعلمان او استاذان اووژل شول او د ستمبر په دوئمه نیټه د پښتونخوا په مردان ښار کې وکیلان او عام خلک د طالبانو لخوا په نخښه شول.

د ډیوه ریډیو څیړنکار پیر زبیر شاه وايي د پنجاب حکومت پرله پسې ویلي د دوي(د پنجاب حکومت) او د وسله والو مفکوره یوه ده. د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت او په ګردهیواد کې ځني تندروه تنظیمونه کالعدم (غیرقانوني) ګرځولي او واېي د دوي کلکه څارنه کوي. خو پیر زبیر وايي کال ٢٠١۴م کې د پیښور ارمي پبلک سکول کې د یو نیم سل ماشومانو د وژنې روستو د تندروې او د ترهگرې دمخنیوي لپاره قامي تگلاره اعلان شوه خو ورپسې د باچا خان پوهنتون حمله وشوه.

پیرزبیر شاه زیاتوي: ٫٫پاکستان کې سیاستدانان او څیړونکي د وزیراعظم نواز شریف اود هغه ورور شهباز شریف (د پنجاب ایالت اعلی وزیر ) نه غوښتنه کوي چې پنجاب کې دی د تندروه تنظیمونو خلاف عملیات وکړي. خو په دغه ایالت کې ګڼ شمیر تندروه تنظیمونه نه یواځې موجود دي دوي په ازاده توګه خپل فعالیتونه هم کوي.

تیره اونې د امریکا د خارجه چارو سیکتر جان کیري په هندوستان کې د هند سره سټراټیجکي او اقتصادي مزاکرات کول نو د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل عاصم سلیم باجوه په پنډې ښار کې خبریلانو ته وېیل چې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې د خو او بدو تمیز نه ساتي.

په امریکا کې میشت څیړونکی ډاکټر تقي ډیوه ریډیو ته وايي د پاکستان حکومت د ۷۰مې د لسیزې او ددغې وروستو پالېسي تر اوسه نه ده ختمه کړی او تر دې دمه په پاکستان کې د وسله والو د روزنې اوپه دغو کې خو وسله والو او بدو وسله والو قېصه روانه ده.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي د یو پاکستاني په هیڅ د یو جمهوري، په سیاسي او اقتصادي توګه مضبوط هیواد خواهش لري چرته چې ټولو قامونو ته یو شان کتلې کیږي او چرته چې د قانون حکمراني وي.

ډاکټر تقي وایي د بده مرغه د پاکستان ریاست په هیواد کې د پښتنو وژنه اډو وژنه نه ګڼي او نه په دغو خفګان کوي. د ډاکټر تقي او یو شمیر نورو څیړونکو وینا ده دا وخت د پاکستان قامي پالیسي يواځې د پنجاب ایالت د تحفظ او خواهشاتو ګیرچاپیره تاويږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG