لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د مشال خان د قتل غندنه وکړه


په قرارداد کې د هغه خلکو غندنه هم وشوه چې قانون په خپلو لاسو کې اخلي او په نتیجه کې يي د بې گناه خلکو ژوندونه ختم شي
په قرارداد کې د هغه خلکو غندنه هم وشوه چې قانون په خپلو لاسو کې اخلي او په نتیجه کې يي د بې گناه خلکو ژوندونه ختم شي

د پاکستان قامي اسمبلۍ د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو قرارداد کې د مشال خان د قتل غندنه وکړه او غوښتنه يي وکړه چې وفاقي او صوبايي حکومتونه دې په دغه جرم کې ککړو کسانو او د هغه خلکو خلاف سخت اقدامات وکړي چې د نفرت راپارولو تقریرونه کوي.

قرارداد وفاقي وزیر رانان تنویر حسین وړاندې کړی و او پکې دا غوښتنه هم شوي وه چې د مذهب د سپکاوي په قانون کې داسې شقونه شامل کړی شي چې غلط استعمال يي و نشي.

په قرارداد کې د هغه خلکو غندنه هم وشوه چې قانون په خپلو لاسو کې اخلي او په نتیجه کې يي د بې گناه خلکو ژوندونه ختم شي.

بلخوا، د خیبرپښتونخوا حکومتي واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ویلي "مشال خان د يو سازش لاندې وژل شوی دا د رسالت د سپکاوي خبره نه وه."

عمران خان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان د وژنې په شپږمه ورځ په صوابۍ ضلع کې د هغه کلي زېدې ته ورغلی او د هغه د پلار سره يې ليدلي دي.

د پي ټي آئي مشر وويل د خیبرپښتونخوا حکومت او پوليس به په دغه کیس کې تراخر ه پورې ځي او پلټنې روانې دي.

"څوک چې په دې وژنه کې شامل ؤ يا چا دا سازش جوړ کړی ؤ هغه به ډېر زر په ډاګه شي او هغوي ته به داسې سزاګانې ورکوؤ چې بیا څوک داسې ونه کړي چې په چا د رسالت د سپکاوي تور ولګوي او ووژني يې، دا به په پاکستان کې مثال جوړشي. "

هغه زياته کړه دا ظالمانه اقدام ؤ مقصد او علت بل ؤ ، د رسالت د سپکاوي بهانه جوړه کړی شوه او دغه ناوړه عمل وشو.

عمران خان د پیښې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو په نيولو د پولیس ستاينه وکړه او وې ويل که د پي ټي آئي يا هرې پارټۍ سره تعلق لرونکی په دې کې پیښه کې ککړ وي ونه بخښل شي.

د خیبرپښتونخوا د پوليس مشر صلاح الدين محسود دوشنبې په ورځ ويلي د مشال او ملګرو په ضد يې د مذهب د سپکاوي هیڅ قسمه تورونو ثبوت نه دی ترلاسه شوی.

د پوليس مشر نن په ستره محکمه کې د مشال د وژنې په اړه راپور هم جمع کړی دی.

د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار د پیښې نوټس اخستی او د پوليس نه یې راپور غوښتی.

د پوليس مشر تیره ورځ ويلي د وژنې په مقدمه کې نومول شوؤ ۲۰ کسانو کې ۱۶ نيول شوي او نيول شوؤ د تفتيش په وخت د شپږو نورو کسانو نومونه ويلي هغه هم نيول شوي دي.

د مشال خان د وژنې په ورځ د هغه بل ژوبل شوي ملګري عبدالله هم د دوشنبې په ورځ عدالت ته په ورکړي بيان کې ويلي په دوي بې ځايه د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی دی.

پیښه کې نيول شوي يو بل تورن وجاهت هم منلې چې مشال د يو سازش لاندې وژل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG