لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: د خپلو خاموشه خویندو دپاره غږ پورته کول غواړم


ملاله نهې، سه شنبې، په ورځ د کینیا د داداب کیمپ دوره د خپلې زیږیدنې د ورځ په مناسبت وکړه. ملاله په کال ١٩٩٧ کې د جولايي د میاشت په ١٢مه نیټه په سوات کې د ضیاالدین یوسفزۍ په کور کې زیږیدلې ده. د کال ٢٠١٦ د جولايي د میاشت ١٢ مه نیټه د هغې د پیدایش ١٩ م کال دی
ملاله نهې، سه شنبې، په ورځ د کینیا د داداب کیمپ دوره د خپلې زیږیدنې د ورځ په مناسبت وکړه. ملاله په کال ١٩٩٧ کې د جولايي د میاشت په ١٢مه نیټه په سوات کې د ضیاالدین یوسفزۍ په کور کې زیږیدلې ده. د کال ٢٠١٦ د جولايي د میاشت ١٢ مه نیټه د هغې د پیدایش ١٩ م کال دی

د سوات نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ په کینیا کې د کډوالو د نړۍ تر ټولو لوې کیمپ دوره کړې ده هلته يي او ویلي دي چې د هغه میرمنو د حقونو دپاره غږ پورته کول غواړي چې په خاموشۍ او گمنامۍ کې ژوند کوي او د تعلیم د خپل نه محرومه دي.

ملاله نهې، سه شنبې، په ورځ د کینیا د داداب کیمپ دوره د خپلې زیږیدنې د ورځ په مناسبت وکړه. ملاله په کال ١٩٩٧ کې د جولايي د میاشت په ١٢مه نیټه په سوات کې د ضیاالدین یوسفزۍ په کور کې زیږیدلې ده. د کال ٢٠١٦ د جولايي د میاشت ١٢ مه نیټه د هغې د پیدایش ١٩ م کال دی.

د ملاله یوسفزۍ د داداب کیمپ د دورې مقصد هلته میشته د میرمنو مسایلو د نړۍ پام راگرځول وو. په کیمپ کې شا او خوا درې لکه مهاجرین اباد دي چې په صومالیه کې د جنگونو له امله بې کوره شوي دي.

"زه دلته راغلي یم چې د صومالیه گمنامو خویندو دپاره وینا وکړم چې هره ورځ د خپل تعلیم دپاره زیار کوي،" کیمپ د دورې په مهال ایسوسي ایټډ پریس خبرې ادارې ته وویل.

په سوات کې زنانه ؤ د تعلیم او حقوقونو دپاره خپل غږ پورته کولو په سر ملاله په کال ٢٠١٢ کې طالبانو د حملې ښکار شوه. په حمله کې سخته زخمي کیدو نه پس صحت یابه شوي ده خو میرمنو د حقوقونو دپاره هغې خپل اواز نه دی خاموشه کړی.

په کال ٢٠١٣ کې د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون د جولايي ١٢ مه نیټه د ملاله ډی یا د ملاله د ورځ و ټاکله چې دا رنگ د هغې خدمات او جرات وستایل شي. د ملاله ډی د ټاکل کیدو په موقع وینا کې ملاله ویلي وو چې دا یوازې د هغې نه بلکه د هغه هغه میرمن، هلک او جینۍ ورځ ده چې د خپل حق دپاره اواز پورته کوي.

په کال ٢٠١۴ م کې ملاله یوسفزۍ او د هندوستان د ماشومانو د حقوقو مبارز کیلاس ستیارتي ته په شریکا د نوبل پیس پرایز ورکړی شو.

د نوبل انعام گټلو نه ورسته ملاله هر کال د خپل پیدایش ورځ په داسې سیمو کې تیره کړې چرته چې د میرمنو تعیلم ته توجه نه ورکړی کیږي. په کال ٢٠١٥ کې ملاله په لبنان کې شام د مهاجرینو جینکو دپاره د سکول پرانسته وکړه او په کال ٢٠١۴ کې هغه په نایجیریا کې د بوکو حرام په ولکه کې د نیول شوو سکول جینکو د ازادولو دپاره غږ پورته کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG