لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ترهگر ډله ده، د پاکستاني علماؤ د یوې ډلې فتوه


 محمد طاهر اشرفي چې د پاکستان علما کاونسل مرکزي چیرمین دی وايي دداعش خلاف دوي د تنظیم دریځ نوی نه دی خو دا وړمبی ځل دی چې داعش په اړه خپله فتوه يي په تفصیلي شکل کې شائع کړې ده
محمد طاهر اشرفي چې د پاکستان علما کاونسل مرکزي چیرمین دی وايي دداعش خلاف دوي د تنظیم دریځ نوی نه دی خو دا وړمبی ځل دی چې داعش په اړه خپله فتوه يي په تفصیلي شکل کې شائع کړې ده

په پاکستان کې د علماؤ یوې ډلې د داعش او د ځېنې نورو"ترهگر او تندروه" ډلو خلاف فتوه جاري کړې ده او په دوي يي د "جهاد فې سبیل الله" او د "قتال فې سبیل الله" د اصحلاح د استعمالولو بندیز لگولی دی.

پاکستان علما کاونسل ویلي د داعش او حزب الله په رنگ ډلې د مذهب د خپلې خوښې تشریح کوي، په مخالفینو د مرتدد الزام لگوي چې دا رنگ خپل قتل عام ته جواز پیدا کړي.

کاونسل خپله فتوه د کتابچې په شکل کې شائع کړې ده چې پکې وویل شوي دي چې د داعش، تحریک طالبان پاکستان، حزب الله، د یمن هوثیان او د نورو ترهگر ډلو د کاروایانو دلاسه د نړۍ نورو مسلمانانو ته مشکلات راولاړیږي.

د اسلام آباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه د فتوې په اړه خپل یو رپورټ کې وايي پاکستان علما کاونسل په فتوه کې په پنجاب کې میشته د لښکر جهنگوي، سپاه صحابه او جیش محمد غوندې تنظیمونو نومونه نه دي اخیستلې چې مامورین يي په فرقه ایز تشدد کې ککړ بولي. ددې ترڅنگ د لښکر طیبه ډلې نوم هم په ظاهره په فتوه کې نه دی اخیستل شوی. دغه ډله په د هند د ولکې د لاندې کشمیر کې د جنگیدو دعوه کوي او د پاکستاني امنیتي ادارو سره د روابطو الزام پرې هم لگول کیږي. دپاکستاني مامورین دا دعوې ردوي.

ددې نه وړاندې هم په پاکستان کې د وسله والو ډلو د تشدد خلاف د پاکستاني ملایانو ځېنو ډلو فتوې جاري کړې او غږونه يي پورته کړې دي چې د وسله والو تنظیمونو په کاروایانو يي څه څرگند اثر نه دی غورځولی.

په سمدستي توگه دا لا نه ده معلومه چې د پاکستان علما کاونسل دا ورستۍ فتوه به په داعش یا نورو ډلو څومره اثر وکړي او یا دغه ډلې به ورته څه قسمه ردعمل وښۍ.

خو مجلس وحت مسلمین، چې په پاکستان کې شیعه مسلک یوه ډلې ده دې مشر محمد امین شهید‏ي د پاکستان علما کاونسل په فتوه کې د حزب الله په شاملول کیدو اعتراض کړی دی. "حزب الله یو جمهوري گوند دی چې په اولس کې جړي لري، په انتخاباتو کې برخه اخلي او د لبنان د حکومت برخه دهو" ښاغلي شهیدي وویل.

وي او ای ډیوه سره مرکه کې شهیدي وویل د پاکستان علما کاونسل نظریاتي ملگري ډلې په پاکستان کې د داعش دپاره خلک برتي کوي. "ایا په داعش او په سپاه صحابه کې، ایا په داعش او لښکر جهنگوي کې او یا په داعش او په طالبانو کې څه فرق شته؟" هغه وپوښتل.

خو محمد طاهر اشرفي چې د پاکستان علما کاونسل مرکزي چیرمین دی، د ښاغلي شهیدي دریځ ردوي او وايي حزب الله په شام، عراق او یمن کې د سني مسلمانانو په قتل عام کې لاس لري.

ښاغلی اشرف وايي دداعش خلاف دوي د تنظیم دریځ نوی نه دی خو دا وړمبی ځل دی چې داعش په اړه خپله فتوه يي په تفصیلي شکل کې شائع کړې ده.

پاکستان علما کاونسل په پاکستان کې د ٢٥٠٠٠ علماؤ د رکنیت دعوه کوي خو ویل کیږي چې دا تنظیم د پاکستان فوجي اسټبپلشمنټ سره نژدې اړیکې لري.

د پاکستان یوه دفاعي تجزیه کاره عائشه صدیقه وايي پاکستان د کور دننه د لښکر طیبه او جیش محمد غوندې ډلو تحفظ ځکه هم کوي چې د جهاد په نوم د هندوستان خلاف جنگیږی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG