لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هند نيولي جاسوس ته د مرګ سزا اورولې، ائي اېس پي ار


په کال ٢٠١٣ کې د پاکستان په قید کې مشکوک هندي جاسو سرابتجیت سنگ په زندان کې د وژل کیودو په سر په هندوستان کې احتجاج شوی و
په کال ٢٠١٣ کې د پاکستان په قید کې مشکوک هندي جاسو سرابتجیت سنگ په زندان کې د وژل کیودو په سر په هندوستان کې احتجاج شوی و

د پاکستان پوځ ويلي د هندوستان د استخباراتي ادارې (را) نيول شوی جاسوس او د هند د سمندري پوځ افسر کلبهوشن ياديو ته نن د مرګ سزا اورول شوې ده.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا نن د ګل/ دوشنبې په ورځ جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د هند استخباراتي جاسوس د سمندري ځواک افسر کلبهوشن یادیو په پاکستان کې د حسین مبارک پټیل په نوم ياد ؤ او دلته يې وران کاري کوله.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېدباجوه د کلبهوشن د مرګ سزا تائيد کړی دی.

پوځي بيان کې ويل شوي کلبهوشن يادیو د کال ۲۰۱۶م د مارچ په درېمه نیټه د بلوچستان صوبې په مشکیل سيمه کې د پاکستان خلاف جاسوسۍ او وراني په عملياتو کې د ککړتوب په سر نيول شوی ؤ.

د پوځي بيان ترمخه په کلبهوشن يادیو باندې د پاکستان د پوځي اېکټ لاندې په پوځي عدالت کې مقدمه چلول شوې او هغه مجرم ثابت شوی او هغه د عدالت په وړاندې منلې ده چې د هند استخباراتي ادارې ورته په پاکستان کې د وران کارو او بې ثباتۍ جوړولو زمه واري ور په غاړه کړې وه.

بيان کې دا هم ويل شوي چې په بلوچستان او کراچۍ ښار کې د قانون نافذونکو ادارو لخوا په ځای کېدونکي امنيت ته هم هغه زيان رسولو.

پوځي بيان کې ويل شوي کلبهوشن ته د خپلې دفاع دپاره قانوني وکيل هم ورکړی شوی ؤ.

د کلبهوشن د سزا په اړوند په سمدستي ډول د هند لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

تیر کال په پاکستان کې يوه ويډیو خپره شوې چې پکې کلبهوشن ويلي هغه د هند د سمندري ځواک افسر او د استخباراتي ادارې (را) دپاره کار کوي.

په دغه ويډيو کې هغه ويلي چې په بلوچستان او کراچۍ کې يې د وراني ډېر کارونه هم کړي دي.

هند دغه ويډيو رد کړې او ويلې يې ؤ چې د کلبهوشن د هند د کومې حکومتي ادارې سره هيڅ تعلق نشته.

هند وروستو کلبهوشن ته د سفارتي لارې رسېدو غوښتنه کړې ولې پاکستان يې دغه غوښتنه رد کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG