د پاکستان لپاره په سفارتي کچه په اوسني تاریخ کښې دا لویه ناکامي ده. هم دا خبره د پاکستان وتلي ډپلومیټ اشفر جهانگیر قاضي وي او ای ډیوه ته کړې. دپاکستان د خارجه چارو مشاور سرتاج عزیز وي او ای ته ویلي د هند او (د نورو غړو) د بائیکاټ ورسته يي په پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د کیدونکې د سارک غونډه ځنډولې. ښايي چې د هند وزیراعظم نرېندرا مودي چې څه یوه ورځ وړاندې ویل هغه يي یوه ورځ ورسته ترلاسه کړل. پاکستان په سیمه کښې اوس یواځې پاتې ښکاري په هند او افغانستان کښې په پاکستان باندې د ترهگرو سره د ملاتړ شکونه په باور کښې د بدلولو لپاره دا د هند یوه لویه کامیابي گڼل کیږي. د سارک ځینو نورو غړو هیوادونو په پاکستان کښې د راتلونکې غونډې د ځنډولو وړانډې په سارک غونډه کښې د گډون نه انکار کړی وو. د ترهگرۍ په سر د پاکستان نه بل مرور او گیله من گاونډي هیواد افغانستان دی. په غونډه کښې د گډون نه کولو په اړه د افغان صدر ویاند هارون چخن سوري وايي تر څو امنیتی ستونزې حل نه شي نو تر هغې یي په سارک غونډه کښې د گډون نه کولو فیصله کړې ده.
د پاکستان د خارجه تگ لارې او په سیمه کښې په ظاهره د غیر ریاستي تندروه ډلو سره د ملاتړ د پالیسۍ څیړونکې او ناقدین وايي پاکستان د نزدې گاونډي هیوادونو نه لرې د امریکا او چین په جولۍ کښې د غورځیدو لورې ته روان دی. هم دغه وجه ده چې د امریکې نامتو سفارتکار ځملې خلیل زاد څو ورځې وړاندې ویلي وو که پاکستان دغه تگ لاره جاري ساتل غواړي نو اینده به يي د چین د بل ملگري هیواد شمالي کوریا په شان وي