لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي پوځ په کشمیر کې په پاکستاني پوستو برید کړی


د هند پوځ وايي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې د پاکستاني پوځ په یوشمیر پوستو باندې بریدونه کړیدي.

دوي وايي پدغو پوستو کې هغو ترهګرو ته ځای ورکړل شوي وه چې غوښتل یې د هندوستان لوري ته واوړي.

پاکستان دا ردوي او وايي چې داسې څه نه دي شوي.

تورن جنرال (میجر جنرال) اشوک نرولا ددغو عملیاتو د وخت په اړه څه ونه ویل خو دومره یې وویل چې پدې وروستیو کې ترسره شویدي.

نوموړي زیاته کړه چې دا په کشمیر کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو یوه برخه وه.

جنرال اشوک په نوي ډلي کې ژورنالستانو ته وویل په نوشیره سیمه کې ددغو عملیاتو په ترڅ کې پاکستاني پوځ ته چې له پولې څخه د ترهګرو په تیریدو کې مرسته کوي زیان رسېدلی.

پدې اړه د پوځ لخوا یوه اخیستل شوې ویډیو هم رسنیو ته وښودل شوه چې پکې هندي پوځ په غره کې د پاکستاني پوځ په مورچلو باندې توغندي توغول.

د هندوستان لخوا ددغه اعلان څخه ژر وروسته د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په یوه ټویټ کې د هند دغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په کنټرول لاین باندې یې پاکستاني پوستې ویجاړې کړیدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG