لاس رسیدونکی لینک

رپورټ: پاکستان کې د ښځو په زورول کیدو کې اضافه شوي ده


د کاليز راپور په موقع د تنظيم مشر عاصمه جهانګير وويل چې تیر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې ۴۵ فيصده کمی راغلی او دا ښه خبره ده خو زياته يې پاکستان کې د بشري حقونو د تحفظ معاملات نور ډېر سخت شوي دي

پاکستان کې د بشري حقونو سازمان ويلي تیرکال د زنانوؤ سره اړونده يو شمیرقوانين منظور شوي خو ددې باوجود د ښځو د زورولو پیښې سیوا شوي دي.

او په کال ۲۰۱۶م کې يواځې په خیبرپښتونخوا صوبه کې ۱۸۷ زنانه وژل شوي چې پکې ۴۰ زنانه د غیرت په نوم وژل شوي دي، او په ټول هیواد کې د ۲۵۰۰ نه زياتې ښځې د تشدد ښکار شوي او د دوي د ژوندي سوځولو پیښې هم رامنځته شوي دي.

د کاليز راپور په موقع د تنظيم مشر عاصمه جهانګير وويل چې تیر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې ۴۵ فيصده کمی راغلی او دا ښه خبره ده خو زياته يې پاکستان کې د بشري حقونو د تحفظ معاملات نور ډېر سخت شوي دي.

"وړاندې چې به چا په ریاستي پاليسو باندې ټکونه کول هغويې به يواځې په جیل کې اچول کیده خو اوس که ځما په شان څوک نيول کيږي نو پته يې هم نه لګي او د دې نه په پاکستان کې د بشري حقونو حالات په ډاګه کيږي."

د راپور ترمخه تیر کال په زوره د خلکو پوره کول په پېښو کې اضافه شوې او ۷۲۸ کسان بې درکه کړی شوي دي.

د اظهار رائې د ازادۍ په اړه راپور کې وېل شوي چې د مذهبي تُندروه عناصرو لخوا تیر کال د مطبوعاتو او ټيلي ويژن چینلو په دفترو بريدونه سیوا شوي دي او شپږ خبريالان او د ټولنيزو وېب پاڼو يو کارکوونکی وژل شوی او رسنۍ د ګواښونو سره مخ پاتې شوي دي.

د مذهبي ازادۍ په اړه راپور کې وېل شوي چې تېر کال څلور احمديان د خپلې عقيدې په اساس وژلی شوي دي او په ۱۵ کسانو د مذهب د سپکاوي مقدمې درج کړی شوي دي او د دې تر څنګ د مسلمانانو بیلا بیلو فرقو يعنې سني، شيعه او هزاره ورورولۍ باندې شوې حملو کښې ۱۱۰ کسان مړي شوي دي

د ماشومانو په حقله د اېچ ار سي پي شمیرې ښائي چې صرف تیر کال د ماشومانو د زورولو او د دوي سره جنسي تیرو د ۴۰۰۰ نه زياتې پیښې رامنځته شوي دي او د کال ۲۰۱۵م په پرتله کال ۲۰۱۶م کښې په دغه پیښو کښې ١٠ فيصد اضافه شوې ده.

په دې حالاتو د اېچ ار سي پي يومشر کامران عارف وائي چې حکومت يو ځلې بیا د بې وسه خلکو تحفظ باوري کولو کښې پاتې راغلی دی.

راپور کې د پاکستان د تعليم ، صحت او د ماحول د شعبو هم جاج اخستلی شوی دی چې ښائي پاکستان د خپل مجموعي قامي پیداوار صرف صفر اعشاريه نهه فيصد په صحت خرچ کوي او د هیواد دوه کروړه څلوېښت لکه ماشومان د بنیادي تعليم نه محرومه دي.

او دا چې پاکستان د نړۍ هغه اووه هیوادونو کې شامل دی چې د هر چا نه زيات د موسمياتي بدلون د بدو اثراتو ښکار کیدلی شي او راپور کې وېل شوي چې د هیواد د ابادۍ اتیا فيصدي برخه په سخا اوبو څښلو مجبوره ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG