لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امنیت په اړه اندیښمن ریاست دې د ولس په حقونو پښې نږدي، د پاکستان د بشري حقونو کمیشن وايي


اداره وايي د هر قسمه تعصب دې په سختۍ مخنیوی وشي او د هغه واقعاتو تحقیقات دې وشي چې د قامیت په بنیاد د خلکو شناخت شوی او بیا ورسره د تعصب رویه شوي
اداره وايي د هر قسمه تعصب دې په سختۍ مخنیوی وشي او د هغه واقعاتو تحقیقات دې وشي چې د قامیت په بنیاد د خلکو شناخت شوی او بیا ورسره د تعصب رویه شوي

د پاکستان د انساني حقونو غیر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان په حکومت او په عدلیه غږ کړی دی چې د ولس د بنیادي حقونو تحفظ دې یقیني کړي او د هیواد د امنیت په اړه د اقداماتو پورته کیدو په وخت دې ریاست د ولس په بنیادي حقونو پښې نږدي.

"ایچ ار سي پي ژوره اندیښمني لري چې د امنیت په اړه د ریاست په توجه کې اضافه کیږي چې په نتیجه کې يي د انساني حقونو گڼ شمیر خلاف ورزۍ او تشویش راولاړیږي،" هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان یا ایچ ار سي پي د اتوار، یکشنبې، په ورځ شائع شوي خپل بیان کې وویل.

"مونږ امید لرو چې د جمهوریت په لوري تگ کې به عدلیه د ولس د حقونو په تحفظ کې زیات فعاله کردار ادا کړي،" د ایچ ار سي پي غړو او مشران په شائع شوي بیان کې وویل.

د ادارې په بیان کې د پاکستان د موجوده وخت زیاترو اهمو مسلو ذکر شوی دی چې پکې په ورستۍ ورځو کې د پاکستان په مختلفو برخو کې د پښتنو سره سلوک، د خلکو بې درکه کیدل، د اقلیتونو او ښځو زورول کیدل، په پاکستان د پوځي عدالتونو بیا پرځای کیدل او د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ مسله شامله ده.

د راهدارۍ په موضوع ایچ ار سي پي وویل اداره د هغه مسلو او ادارو په سختۍ مخالفت کوي چې "مقدسې" گڼلی کیږي او په ډاگه پرې بحث نشي کولی او ددې ورستی مسال د سي پیک دی.

ایچ ار سي پي وايي هرڅوک د اقتصادي موقعو هرکلی کوي خو ضروري خبره په دې منصوبه کې شفافیت دی او دا یقیني کول دي چې د منصوبې د گټو په منصفانه توگه تقیسم وشي او دا خبره یقیني شي چې د کومو سیمو نه دا منصوبه تیریږي د هغه ځای د خلکو په حقونو منفي اثرات ونه غورځیږي.

ایچ ار سي پي په خپل بیان کې په ورستیو ورځو د پاکستان په مختلفو برخو کې د پښتونو سره شوي سلوک په اړه د پښتنو نوم نه دی اخیستی خو اشاره يي هم دغو واقعاتو ته ښکاري چې په پنجاب او سند صوبو کې میشته پښتنو پکې ویلي وو دوي د تعصب ښکار شوي دي.

اداره وايي د هر قسمه تعصب دې په سختۍ مخنیوی وشي او د هغه واقعاتو تحقیقات دې وشي چې د قامیت په بنیاد د خلکو شناخت شوی او بیا ورسره د تعصب رویه شوي.

په بیان کې په پاکستان کې د بې کوره شوو خلکو ذکر هم شوی دی. ددغه رنگ خلکو زیاتره شمیره د قبایلي سیمو او په خصوصي توگه د شمالي وزیرستان سره تعلق لري. ایچ ار سي پي وايي کوم بې کوره شوي خلک چې خپلو سیمو ته تللي نو تباه شوو کورونو ته بیرته ورغلي دي. ددوی مشکل د پام نه غورځول به د هوښیارتیه کار نه وي، ادارې وویل.

"ښځي، د اقلیتي ټولنو غړي او ماشومان د تشدد ښکار کولی شي ددوي د مشکلاتو کمولو دپاره کوښښونه باید ورسته نشي،" ایچ ار سي پي وویل.

د بې درکه خلکو په اړه د انساني حقونو اداره وايي د حکومت هغه کمیشن چې دداسې قسمه خلکو په اړه تحقیقاتو دپاره جوړ شوی دی، هیڅ پرمختگ يي نه دی کړی. اداره وايي دغه کیمشن د ورکو خلکو درک په معلومولو کې، د دوي په ازادولو کې او یا هغه خلکو ته سزا ورکولو کې د ناکامۍ سره مخامخ چې د خلکو په غیبولو کې لاس لري.

د حکومت لخوا ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د پوځي عدالتونو د بیا پرځای کولو په اړه ایچ ار سي پي وايي ددغه عدالتونو ججان، قاضیان، چې په صحیح توگه تربیه شوي نه وي او نه سپریم کورټ ته جواب ده وي، دوي ته د ملکي کسانو مقدمې سپارل د "سنگین" تشویش خبره ده.

په کال ٢٠١٥ کې د پیښور په ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو د حملې ورسته چې پکې ١۴٠ کسان، زیاتره ماشومان، وژل شوي وو، د وزیراعظم نوازشریف حکومت په وړمبي وار مشکوک ترهگرو ته د سزا ورکولو دپاره پوځي عدالتونه قایم کړل.

حکومت ددغه اقدام دفاع کوي خو ناقدین وايي پوځي عدالتونه د انصاف تقاضې نه پوره کوي او ملزمانو ته پکې د خپلې صفايي په مناسب ډول موقع نه ورکول کیږي. ایچ ار سي پي وايي پوځي عدالتونو د بیا پرځای کولو دپاره حکومت ښايي په اینده کې هم د عدليي په نظام کې د اصلاحاتو څه اراده نه لري.

د هغه رپورټونه په اړه چې د پاکستاني پوځ پخوانی مشر جنرل راحیل شریف د سعودي عرب په رهبرۍ کې د مسلمان هیوادونو د پوځي اتحاد سرلښکر جوړیدونکی دی، ایچ ار سي پي وايي د پاکستان په کوم پوځي ائتلاف کې د شمولیت په موضوع دې په پارلیمنټې کې بحث وشي.

د پاکستان حکومت لخوا په سمدستي توگه د ایچ ار سي پي په بیان څه ردعمل نه دی ترلاسه شوي خو د وزیراعظم نوازشریف حکومت وايي په سي پیک کې يي د وړو صوبو د حقونو تحفظ یقیني کړی دی. او د پنجاب د حکومت مامورینو په صوبه کې پښتنو د زور زیاتي رپورټونه رد کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG