لاس رسیدونکی لینک

د پښتو "بابائی غزل" حمزه شنواري ١٩ م کال

حمزه بابا ته د عقدت وړاندې کولو دستورې ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل حمزه بابا د پښتنو په باباگانو کې لوړ مقام لري. هغه وویل چې د پښتنو په سیمو کې چې کوم حالات موجود دي ددې په رڼا کې لیکوالان باید د بابا کلام خورولو کې کردار ادا کړي

د پښتو ژبې بزرگ شاعر او "بابائی غزل" حمزه شنواري د مرگ د ١٩ م کال په مناسبت د اتوار په ورځ پیښور کې یوه دستوره اوشوه چې پکې ادیبانو او محققینو د حمزه بابا ژوند او د هغه په کار رڼا واچوله او پښتو ادب ته د حمزه بابا په خدماتو يي هغه ته پیرزونه وړاندې کړې.
د حمزه بابا د کال نمانځلو دستوره پیښور پریس کلب کې اوشوه چې پکې په گڼه شمیره کې د قبائیلي او نورو سیمو ادیبانو او د پښتو ادب مینه والو برخه واخستله.
محققینو د حمزه بابا د کلام په مختلفو اړخونو رڼا واچوله. د دوې وینا وه چې که حمزه بابا یو خوا د پښتو او د پښتون قام په مینه مین او مست مشر وو نو بل خوا د هغه په شاعرۍ کې د تصوف رنگ هم موجود وو او هغه پښتون قام ته د بیدارۍ پیغام هم ورکړی دی.
حمزه بابا ته د عقدت وړاندې کولو دستورې ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل حمزه بابا د پښتنو په باباگانو کې لوړ مقام لري. هغه وویل چې د پښتنو په سیمو کې چې کوم حالات موجود دي ددې په رڼا کې لیکوالان باید د بابا کلام خورولو کې کردار ادا کړي.
د حمزه بابا د کال په مناسبت شوې دستورې حال پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال مدثر شاه رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
XS
SM
MD
LG