لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رضا رباني:قبایلي سیمو اصلاحاتو کې پولیټیکل ایجنټان اوسېفران غټ خنډونه دي


رضا رباني ویلي د خپلو مالي ګټو لپاره پولیټیکل انتظامیه او د سېفران وزارت نه غواړي چې د قبایلي سیمو موجوده حیثیت بدل شي.
رضا رباني ویلي د خپلو مالي ګټو لپاره پولیټیکل انتظامیه او د سېفران وزارت نه غواړي چې د قبایلي سیمو موجوده حیثیت بدل شي.

د پاکستان د سېنیټ چیئرمېن رضا رباني وايي د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې حکومت په قبایلي سیمو کې اصلاحات راوستلو کې ناکامه شوی دی.

د سېنیټ د عمومي چارو کمېټۍ د یوې اورونې پر وخت رضا رباني وویل دغه اصلاحاتو کې د قبایلي سیمو د پولیټیکل انتظامیې چارواکي او د سرحداتو وزارت (سېفران) تر ټولو غټ خنډونه دي.

رضا رباني زیاته کړه د خپلو مالي ګټو لپاره پولیټیکل انتظامیه او دغه وزارت نه غواړي چې د قبایلي سیمو موجوده حیثیت بدل شي.

ددغې اورونې پروخت د سېنیټ د چیئرمین پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره ورغلي د قبایلي سیمو د اصلاحاتو د حکومتي کمیټۍ مشر سرتاج عزیز په وفاقي حکومت غږ وکړ چې د کمېټۍ لخوا وړاندې کړل شویو اصلاحاتو ته دې منظوري ورکړي.

سرتاج عزیز وویل، قبایلي سیمو ته ځانته حیثیت ورکول او یا دا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو کار به لږ تر لږه پنځه کاله وخت اخلي.

د قبایلي سیمو مشرانو او د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د مدني ټولنو فعاله غړو تر دې مخکې هم په وار وار ویلي دي چې بیوروکریسي او وفاقي حکومت د خپلو ګټو لپاره ددې سیمې حیثیت بدلولو ته تیار نه دي.

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره فعاله غړي اعجاز مومند وي او ای ډیوه ریډیو ته ویلي له پارلمان څخه هیله لري چې د اصلاحاتو د کمیتې رپورټ به ژر تر ژره منظور کړي او د قبایلي سیمو د خلکو دغه غوښتنه به پوره کړي.

دغه رپورټ د بحث لپاره پارلمان ته لیږل شوی دی خو په وروستیو کې په پېښور کې د اصلاحاتو په اړه د حکومت د مشرۍ لاندې په یوې جوړې شوې غونډه کې د اړي ګړي پېښې د حکومت په ژمنو لا نورې پوښتنې راپورته کړي دي.

په دغه مهال د قبایلي سیمو ګڼ شمېر مشرانو د فاټا د تور قانون ( اېف سي ار) پرضد شعارونه پورته کړل.

د قبایلي سیمو خلک وايي یاد قانون غېر انساني دی او دوي ته پکې د وکیل، اپیل او دلیل حق نشته.

قبایلي مشران د خپلو غوښتنو د څرګندونو پروخت وايي که چرې دا قانون د بشري حقونو سره په ټکر کې نه وي نو دا بیا په ټول پاکستان کې ولې نه عملي کیږي.

د قبایلي سیمې خلک، کارپوهان او قانون پوهان وايي د لسیزو راهسې روان د زور ظلم وروسته په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره راپورته شوی روان غورځنګ که بریالی نه شو نو قبایل به تر ابده د ظلم په تیارو کې بند پاتې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG