لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مونږ ته يي موبایل ولې بند کړی؟ د وزیرستانیانو تپوس


د جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار وانه کې د انټرنیټ او د موبایل سروس د بحالۍ په حق کې په سلگونو خلکو مظاهره کړې ده
د جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار وانه کې د انټرنیټ او د موبایل سروس د بحالۍ په حق کې په سلگونو خلکو مظاهره کړې ده

د پاکستان په جنوبي وزیرستان او مومندو قبایلي سیمو کې د تیرې څه مودي راهسې د موبایل او انټرنیټ رابطې بندې دي، حکومتي مامورین په رسمي توگه څه نه وايي چې دا رابطې ولې تړل شوي دي خو مقامي خلک يي په سمدستي توگه د بحالۍ غوښتنه کوي.

د جنوبي وزیرستان په مرکزي ښار وانه کې د انټرنیټ او د موبایل سروس د بحالۍ په حق کې په سلگونو خلکو مظاهره کړې ده. د سیمې وسیدونکي وايي د موبایل د بندیز په وجه نه یوازې کاروبارونو ته نقصان رسي بلکه کې د سیمې طالب علمان ترې هم په منفي توگه متاثر شوي دي.

په مومندو کې د مارچ د میاشت د ١٥ مې نیټې راهسې موبایل سروس بند دی. په سیمه کې موبایل په داسې حال کې تړل شوی چې د مارچ په میاشت کې امنیتي ځواکونو په چوکو بریدونه شوي او په میچنۍ ښار کې د ملیشې عسکرو په تربیتي مرکز برید شوی.

د ایجنسۍ حکومتي مامورینو په رسمي توگه څه نه دي ویلي چې د مابایل سروس ولې تړل شوی او یا به کله پرانستل کیږي؟

خو مومندو سره تعلق لرونکی د پاکستاني پارلیمنټ د ایوان بالا یا سنیټ غړی هلال الرحمان وايي که چرې په سیمه کې د موبایل د بندولولو قام د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره پورته کړی شوی وي نو بیا خو پکار ده چې په ټول پاکستان کې موبایل بند کړی شي چې ترهگري په مکمله توگه ختمه شي.

"(که د) نیټ ورک یا د موبایل نه دهشت گردي ختمیږي نو بیا دا خو ډیره ښه خبره ده. پکار ده چې ټول ملک کې يي بند کوو چې دهشت گردي مکمله ختمه شي،" سنیټر هلال الرحمان وي او ای ډیوه ته وویل.

هغه مومندو کې د موبایل د بندیدو مسله يي بحث دپاره په سینیټ کې راپورته کړې ده او غواړي چې حکومتي مامورین د بندیز وجوهات بیان کړي.

مقامي خلک وايي کاروبارونه او د ژوندې نورې هلې ځلې يي د موبایل د بندیز په نه متاثر شوي دي.

فضل اکبر چې د مومندو د صافو تحصیل اوسیدونکی دی او په موجوده وخت کې تعلیم په غرض په پیښور کې وسیږي، وايي موبایل يي د خپل کلي سره د رابطې یوازنۍ لار ده چې وس بنده ده.

"مونږ دلته بالکل، چې رابطه نه کیږي زمونږ د شپې خوب دلته کې نشته ځکه چې زموږ حالات داسې دې چې شپه ورځ په دې سوچ کې یي چې آیا کلي کې به څنگه چل يي څنگه به نه يي...زمونږ بالکل سکون نشته،" هغه وویل.

په جنوبي وزیرستان کې د موبایل او انټرنیټ د نشت والي خلاف د مظاهرې حال د وي او ای خبریال عدنان بیټني په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG