لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړنکاران: افغانستان کې د امن ناکامه ژمنو پاکستان په نړۍ کې یواځې کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وایي: که د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی همداسې مخ پر زیاتیدو وي نو په افغانستان کې امن راتلل امکان نه لري.

د اسیا زړه کانفرانس وروسته په اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې سرتاج عزیز دا تور هم پورې کړ چې افغانستان په پاکستان تورونه د هند په اشارو لږوي.

د سرتاج عزیز دې خبرو د افغانستان د امن ژمنو په اړه د پاکستان په تگ لاره نیوکې سېوا کړي دي-

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان لوړ رتبه چارواکو دغه ډول خبرې کړې دي.

د پاکستان یو وتلي سنیټر مشاهد حسین سید وړاندې په واشنګټن کې وایس اف امریکا ډیوه ته دا خبره په ډاګه کړې وه چې که چیرې په کشمیر کې اور بلیږي نو په افغانستان کې امن نشي راتللې.

څیړنکار مایکل کوگل مېن واېي افغانستان د هند په اشارو نه لوبیږي بلکه پاکستان په سیمه کې افغانستان او نورو هیوادونو ته له هند سره د دوښمنۍ په هنداره کې ګوري.

د کارپوهانو په اند هند کې د اسیا زړه کانفرانس وروسته په پاکستان باندې په افغانستان کې د امن راوستلو په برخه کې فشار نور هم زیات شویدی او پاکستان په دغه مسله کې د نړۍ په قانع کولو کې هم ناکامه پاتې شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن د تیرې جمعې په ورځ په پېنټګان کې په څرګنده توګه پاکستان د ترهګرو سره په مرستو کولو باندې تورن کړ او هغه وویل د حقاني ترهګره ډله د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې وسلوال بریدونه کوي.

د پاکستان په وروستیو پارلماني بحثونو کې هم دغه خبره باندې تاوده بحثونه شوي چې د هیواد سیاست پوځ جوړوي او له ترهګرو سره د مرستو دغه تګارې هیواد په نړۍ کې یواځې کړیدی.

د امریکا کانګرس تیره اونۍ پاکستان لپاره ۹۰۰ میلیونه مرستو منظوري ورکړه ولې ۴۵۰ میلیونه ډالره يې له دې سره مشروط کړل چې پاکستان به په خپله خاوره د ټولو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG