لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپ ته د رسیدو په امید پاکستان نه په غیرقانوني توگه د ځوانانوتگ زیات شوی


گڼ شمیر خلک سمندر د لارې یورپ ته د ځان رسولو کوښښ کوي.
گڼ شمیر خلک سمندر د لارې یورپ ته د ځان رسولو کوښښ کوي.

د بې روزگارۍ، غربت او د امن او امان د غیریقیني حالاتو نه تنگ په زرگونو پاکستاني ځوانان د یورپ مخه کوي او په تیرو دوو کلونو بلوچستان دلارې په غیرقانوني توگه یورپ ته د تلونکو خلکوشمیره زیاته شوي ده.

په غیرقانوني توگه پاکستان ته د خلکو د تگ او یا بهر ته د راتگ مخنیوي د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې، ایف ايي ای، په بلوچستان کې نایب مشر سلطان افریدي وايي یورپ ته د رسیدو کوښښ کونکو خلکو په شمیره کې د کال ٢٠١٥ راهسې په خصوصي ډول اضافه شوي ده.

یورپ ته د رسیدو خواهش لرونکي خلک په عامه توگه بلوچستان نه ایران ته اوړي، بیا ترکي ته ځي او د هلته نه یونان دلارې د یورپ نورو هیوادونو ته د رسیدو کوښښ کوي.

پاکستاني مامورین وايي ایراني سرحد ساتونکي ځواکونه هرکال په زرگونو پاکستانیان د سفر قانوني اسناد نه د لرلو په وجه ونیسي او بیا يي پاکستان ته وسپاري.

د ایف ايي ای ډپټي دریکټر سلطان افریدی وویل په کال ٢٠١٦ کې ایران د ٢٩٠٠٠ نه زیات پاکستانیان نیولي وو چې بیا پاکستاني مامورینو ته حواله کړی شول.

په دې اړه نور تفیصل کوټې څخه د وي او ای خبریال حمید سمسور رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG