لاس رسیدونکی لینک

په ملاله حمله په پاکستان کې تعلیم ته د طالبانو لخوا موجود خطرات په ډاگه کوي


په پاکستان کې تعلیم ته موجود خطرات په کال ٢٠١٢ کې د اینده نوبل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ او په کال ٢٠١۴ کې د پیښور په ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حملو په ډاگه کړل، رپورټ وايي. د پیښور په سکول د طالبانو په حمله کې ١٣٥ ماشومان ووژل شو

په پاکستان کې طالبان، لښکر جهنگوي او نورې تندروه وسله والې ډلې په سکولونو، یونیورسټو او د حکومت په نورو علامتونو د حملو دلارې ویره ترهره خوروي او هدف يي په خاصه توگه دا وي چې میرمنې د تعلیم نه لرې وساتي. دا خبره د انساني حقوقو نړې والې ادارې هیومن راټیس واچ په خپل تازه رپورټ کې کړې ده.

په کال ٢٠١٢ کې په سوات کې په ملاله یوسفزۍ چې د اینده نوبل انعام گټونکي وه، د طالبانو حمله تعلیم ته او په خصوصي توگه د جینکو تعلیم ته د طالبانو او د نورو وسله والو ډلو لخوا راپیښ خطرات په ډاگه کوي، رپورټ وايي.

د رپورټ عنوان دی"ډریمز ټرنډ انټو نایټ میرز: اټیکس ان سټوډنټس، ټیچرز اینډ سکولز ان پاکستان" او معنا يي ده امیدونه په ویره کې بدلیدل، په پاکستان کې په طالب علمانو، استازانو او سکولونو باندې حملې.

رپورټ وايي طالبان، لښکر جهنگوي او نورې وسله والې ډلې په سکولونو او په حکومتي ودانیو د حملو دلارې ویره خوروي او په هیواد کې عدم برداشت ته وده ورکوي او میرمنې د تعلیم نه د بهر ساتلو کوښښ کوي.

"مونږ به په ټول پاکستان کې په سکولونو، کالجونو او یونیورسټو باندې حملې جاري ساتو ځکه چې دا د مرتدانو د پیدا کولو بنیادونه" په رپورټ کې دا قول د یو طالب وسله وال دی چې تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د چارسدې په باچا خان یونیورسټۍ باندې د خونړۍ حملې ذمه واري يي په غاړه اخیستې وه.

د هیومن راټیس واچ رپورټ کې په کال ٢٠٠٧ کې د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه باندې د طالبانو د ولکې ذکر هم شوی دی او کله چې طالبانو سوات ونیولو نو د جینکو د تعلیم خلاف يي "پرتشدد مهم" پیل کړو.

طالبانو په سوات کې د ٩٠٠ نه زیات د جینکو سکولونه بند کړل، ١٢٠٠٠٠ نه زیاتې جینکۍ سکولونو ته د تگ نه منع کړې او ٨٠٠٠ میرمنې استازانې بې روزگاره کړی شوي. "د زیاتره جینکو دپاره دغه مستقل زیان و او د پاکستان پوځ لخوا طالبانو د ویستل کیدو ورسته هم دوي بیا سکولونو ته لا نړې،" رپورټ وايي.

په پاکستان کې تعلیم ته موجود خطرات په کال ٢٠١٢ کې د اینده نوبل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ او په کال ٢٠١۴ کې د پیښور په ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حملو په ډاگه کړل، رپورټ وايي. د پیښور په سکول د طالبانو په حمله کې ١٣٥ ماشومان ووژل شو.

هیومن رایټس واچ وايي په ارمي پبلک سکول د حملې ورسته وزیراعظم نوازشریف په هیواد کې ترهگرۍ خلاف د د نیشنل ایکشن پلین په نوم د ٢٠ نقطو تگ لاره اعلان کړه خو په دغو کې یو ټکې هم د طالب علمانو او یا د تعلیم په اړه نه و.

په پاکستان کې د تعلیم په اړه هیومن راټیس واچ د ٧١ پاڼو په رپورټ کې ۴٨ طالب علمانو، استازانو، والدینو او د سکولونو منتظیمنو سره په پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند صوبو کې مرکې شوي دي.

رپورټ د ارجنټینا په بیونس ایرس ښار کې د سیف سکولز یا د محفوظ سکولونو په اړه کیدونکې د دویم نړي وال کانفرنس نه یوه ورځ وړاندې جاري کړی شوی دی.

رپورټ د کال ٢٠٠٧ نه راواخلې تر د کال ٢٠١٦ پورې په پاکستان کې په تعلیم د وسله والو د حملو ذکر کړی دی چې پکې سکولونه تباه کړی شوي دي، استازان او طالب علمان په هدف کړی شوي دي او والدین په داسې شکل د ویرې سره مخامخ کړی شوي دي چې بچي يي سکول ته د لیږلو پرځای په کور کښینولې دي.

په رپورټ کې نه یوازې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو لخوا تعلیم ته د راپیښو خطراتو ذکر شوی دی بلکې د پوځ او د امنتي ادارو دلاسه موجود مشکلاتو خبره هم شوې ده. "په ځینې علاقو کې حکومتي ځواکونه تعلیمي ادارې استعمالوي، چې پکې سکولونه او د کالجونو هاسټلې شاملې دي، چې یا خو په عارضي گوگه د بیرکونو او یا په مستقل ډول د مرکزونو په توگه استعمالیږي،" رپورټ وايي.

XS
SM
MD
LG