لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پښتنو اوبلوڅانو بچي زیات تره د تعلیم نه بې برخې دي: رپورټ


زرعلي افریدي وايي په قبایلي سیمو کې ګڼ سکولونه د ترهګرو لخوا الوځول شوي او یا په حدف شوي.
زرعلي افریدي وايي په قبایلي سیمو کې ګڼ سکولونه د ترهګرو لخوا الوځول شوي او یا په حدف شوي.

په پاکستان کې د تعلیم نه بې برخې ۲۲.۶ ملینه ماشومانو کې زیات تره ماشومان د پښتون او بلوڅ بچي دي. په پاکستان کې د نیشنل ایجوکیشن منجمنټ انفارمیشن سسټم نومې ادارې لخوا خپور شوي د کال ۲۰۱۵او ۱۶ رپورټ وايي په دغه ۲۲.۶ ملینه ماشومانو کې ۵۸ فیصده د قبایلي سیمې او ۸۷ فیصده د بلوچستان ماشومان دي.

پښتانه ماشومان ولې د سکولونو نه بهر دي؟

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکي یو تنظیم مشر زرعلي افریدي وايي قبایلي سیمو کې د ماشومانو سکولونو ته د نه تګ لویه وجه دغلته روانه ترهګري او ددې پرضد روانه جګړه ده. ښاغلی زرعلي وايي: ٫٫په قبایلي سیمو کې ګڼ سکولونه د ترهګرو لخوا الوځول شوي او یا په حدف شوي، دویمه لویه مسله د پاکستان حکومت، ریاست خپله ذمه واري نه پوره کول دي. ٬٬

په بلوچستان ایالت کې د ماشومانو د تعلیم نه دبې برخې پاتې کیدو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر سینټر عڅمان کاکړ وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستان د ازادۍ وروستو تعلیم ته هیڅ پام نه دی ورکړی شوی.سینټر عڅمان کاکړ وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ په بلوچستان کې ۷۰ فیصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي، دغه مور او پلار نه شي کولی چې په دغه غربت کې خپلو بچو ته تعلیم ورکړي. حکومت له پکار ده چې د ماشومانو لپاره سکالرشپ یا د میاشتې وظیفه مقرر کړي نو دغه شمیره به ډیره زر سوا شي.٬٬

د پيښور پوهنتون پخوانې وايس چانسلر او تعلیم پوهه ډاکټر قبله ایاز په دې موضوع وي او ای ډیوه ته واېي د تعلیم نه بې برخې ماشومان زیات تره بې هنره پاتې وي او دوي ډیره په اسانه د ترهګرو لاسو ته ورتلی شي.

په تعلیمي نصاب نیوکې:

په پاکستان کې د تعلیمي ادارو په نصاب هم نیوکې کیږي. په ځنو صوبو کې ځايي اتلان په نصاب کې ځاې نه لري، او داسې هم شوي چې د وړو قومونو اتلان د وران کارو په توګه ښودل شوي. که یواځې د پښتونخوا صوبې نصاب اوکتل شي نو د اوسني حکومت مخالفین تور لګوي چې د لسم جماعت نه وړاندې په نصاب کې د جهاد په حق کې درسونه په نصاب کې پرځاېي شوي دي. سره ددې په نصاب کې په ټولنه کې د برداشت پرځایې د لږکیو او د نورو مذهبونو د پیروکارو پرضد قیصې هم شته.

په امریکا کې د مذهبي ازادۍ په اړه خپور شوي یو رپورټ کې هغه مثالونه په ګوته کړی شوي دي چې د پاکستان نصابي کتابونو کې څومره د ازاد تاریخ او نورو مذهبونو په اړه کرکه ښودل شوې ده.

په نصاب کې چې کوم څیزونه د حقایقو سره سمی نه خوري او په دې رپورټ کې په ګوته کیدو باوجود وس هم ښودل کیږي د هغې ځني مثالونه دا دي:

۱) د پنجاب ایالت د پېنځم جماعت کتاب کې مسلمان حمله کونکي محمد بن قاسم په اړه ویلی شوي، په سند کې د هغه هرکلی شوی وو او هغه د خپل حکومت په وخت د انصاف او خلکو کې د یو والي بې مثاله نمونه پریښودې وه.

۲) هم د پنجاب ایالت د اتم جماعت په معاشرتي علوم کتاب کې ښودل کیږي، انګریزانو د مسلمانانو سره ډیر ناروا سلوک کوو، د دوي زمکې جایدادونه او کاروبارونه يې په زور د دوي نه واخستل او هندوانو ته يې ورکړل.

د پاکستان سرکاري ادارې لخوا خپور شوي دغه رپورټ وايي په هیواد کې زیات تره تعلیمي ادارې د بنیادي اسانتیاوو نه محرومه دي. د رپورټ تر مخه په ګرد هیواد کې ۴۰ فیصده سکولونه داسې دي چې بجلي نه لري، په ۲۵ فیصده سکولونو کې د څکلو پاکې اوبو سهولت نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG