لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په سوشل میډیا پر پوځ نیوکې کونکو خلاف د کاروايۍ امرکړی


پاکستان کې چارواکو د سوشل میډیا هغه فعالینو پرضد چهاپې شورو کړي چې په خپلو پوسټونو کې د پاکستان پوځ پسې خندا ګانې یا ټوقې کوي.

د اتوار په شپه ناوخته په یو سرکاري بیان کې ویل شوي د پلټنو وفاقي ادارې یا ایف اېي ای د سایبر کرایم څانګې ته امر شوی د هغه کسانو پرضد دې ګامونه پورته کړي څوک چې په دغه ناوړه کار کې لاس لري.

په دغه بیان کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار علي خان لخوا ویل شوي ٫٫ د وینا د ازادۍ په نومد پاکستان پوځ او افسرانو پسې په سوشل میډیا ټوقې یا خندا ګانې کول د قانون لاندې یو سنجیده جرم دی. ٬٬

د بیان په وضاحت کې ویل شوي د هیواد ایين ولس ته دا اجازه نه ورکوي چې په داسې قسمه کارونو کې برخه واخلي چې د پاکستان پوځي ادارو نوم ،عزت خراب کړي او سپکاوی يې وکړي.

په بیان کې د کورنیو چارو وزیر ایف ایي ای ته امرکړی د هغه کسانو پرضد دې سخت ګامونه پورته کړي چې قصدان یا په خطا کې په سوشل میډیا داسې قسمه مواد خپروي.

د سوشل میډیا د فعالینو پرضد د چهاپو دا امر په داسې مهال شوی کله چې د پاکستان پوځ لخوا هغه بیان بیرته واغستل شو د کوم وروستو چې په پاکستان کې په پوځ نیوکې پیل شوی وی. په دغه بیان کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف واکمني چیلنج شوی وه.

د پاکستان پوځ او جمهوري حکومت تر مینځه دا تاو تریخوالی د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان کې تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د یو مضمون خپریدو وروستو سوا شو. په دغه بیان کې ویل شوی وو د پاکستان پوځ د هغه تندروه ګوندونو پرضد عملیات نه کوي چې په ګاونډي افغانستان او هندوستان کې کاروایانې کوي او په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

د دغه رپورټ وروستو د پاکستان پوځي مشرانو په دغې تاو نیولی وو او په وزیراعظم يې دباو راوستې وو چې د هغه چارواکو معلومولو لپاره دې یو کمیشن جوړ کړي چا چې د وزیراعظم په مشرۍ کې شوې یوې مهمې غونډې معلومات خپاره کړي وو.

د دغه کمیشن پلټنې بیا د تیرې میاشتې په اخره کې وزیراعظم ته وړاندې شوي او د دغې په نتیجه کې نواز شریف د خارجه چارو خپل مهم سلاحکار او د اطلاعاتو د وزارت یو ستر بیروکریټ د خپلې څوکۍ نه لرې کړل.

کله چې د وزیراعظم د دفتر لخوا د دغه چارواکو د لرې کولو اعلان وشو نو د پاکستان پوځ دغه ګام رد کړو او دغه يې نیمګړی اوبلو.د دغې وروستو په پاکستان کې د جمهوري حکومت او پوځ تر مینځه د تاو تریخوالي په اړه ګنګوسې نورې هم سوا شوی.

خو دغه شخړه بیا تیره اونۍ هغه وخت سړه شوه کله چې د پاکستان پوځ اعلان وکړو چې د حکومت سره يې د ډان لیکس په سر شورو لانجه ختمه ده او خپل هغه زوړ بیان يې بیرته واغستو په کوم کې چې د وزیراعظم لخوا اغستل شوي ګامو نیمګری بلل شوی وو.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو په حکومت نیوکې کولي چې د پلټنو دغه رپورټ يې ولې ولسي نه کړو. خو په سوشل میډیا فعالینو بیا په پوځ سخت ټکونه شورو کړل چې دوي ولې دغه ټوله معامله پټه ساتل غوښتل.

په پاکستان کې بیا جمهوریت پلوه ډلو دغه هر څه د جمهوري مشرانو د پوځي جرنیلانو پر ضد ګټه بلي چرته چې تل په داسې حالاتو کې پوځي مشرانو جمهوري حکومتونه لرې کړي او بیا يې د کلونو پورې امرانه حکومتونه کړي.

په پاکستان کې اخری ځل پوځي حکومت د اکتوبر کال ۱۹۹۹م کې راغلی وو کله چې وزیراعظم نواز شریف په زور د خپلې څوکۍ نه لرې کړو او د خپلې کورنې سره يې صعودي عرب ته وشړو.

ښاغلی نواز شریف بیا نژدې اته کاله وروستو پاکستان ته ستون شو. د هغه ګوند په کال 2013م کې عام انتخابات وګټل او په دریم ځل په دغه هیواد کې په واک کې راغی چرته چې تل جمهوریت د ستونزو سره مخ پاتی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG