لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پیک منصوبه: پښتنو ځوانانو له څه کول دي؟


د خیبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیرپرویز خټک چین د دورې نه هیواد ته بیرته په تگ یو خبري کانفرنس ته وویل صوبه کښې ېی د پرمختیا د کارونو دپاره چین سره د٢۴ اربه ډالرو تراتیاو زیاتې لوظنامې لاس لیک کړې دي
د خیبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیرپرویز خټک چین د دورې نه هیواد ته بیرته په تگ یو خبري کانفرنس ته وویل صوبه کښې ېی د پرمختیا د کارونو دپاره چین سره د٢۴ اربه ډالرو تراتیاو زیاتې لوظنامې لاس لیک کړې دي

چین دا اندیښې لري چې د چین پاکستان اقتصادي راهداري، سي پیک، منصوبې نه د زیات نه زیاتو گټو پورته کولولپاره باید پاکستان کښې نوې تعلیم یافته کول هلکانو او جینکو ته د نوي ټیکنالوجۍ په اړه تربیه ورکړی شي.

پاکستان کښې ددې منصوبې د نگرانې ادارې ترقی او منصوبه بندی وزیر احسن اقبال څو ورځې وړاندې په سند جامشوروپوهنتون کښې د سي پیک په اړه راجوړې یو غونډې ته ویلي د موجوده دور د جنگ میدانونه پوهنتونونه او د تحقیق لیبارټری دي، ددې کور کمانډران به د یونیورسټیو وایس چانسلران وي اوپه دې میدان کښې به حکومت په راتلونکي دریو کلنو کښې د پاکستان په هره ضلع کښې یونیورسټی او کیمپسونه جوړوي. چې پکښې به طالب علمان نوی تحقنق کوي او ورته به په چینايي ژبه کښې تعلیم ورکول کیږي.

په دې لړ کښې د شورو یا چهار شنبې په ورځ مردان کښې د بهرینو ژبو ښودلو یوې ادارې پیلیکس د ښځو لپاره یو سیمینار راجوړ کړی و او د ادارې یو مشر قاسم فضل په دې وخت ډیوه ریډیو ته ویلي چې د سړو ترڅنگ به په سي پیک منصوبه کښې ښځوته هم د کار روزگارډېرې ښې موقعې ترلاسه شي. ده زیاته کړه چې منصوبه کښې به د نوي ټنکنالوجۍ او چینايي ژبې رول بنیادی وي او پکار ده چې ځوانان چینايي ژبه او جدید تکنیکي هنرونه زده کړي.

د ه اوویل که پښتنوځوانانو چینايي ژبه زده نه کړه نو نه یواځې داچې د نړۍ نه به وروسته پاتې شي بلکې پاکستان کښې دننه به ترې هم د نورو صوبوخلک او قامونه ډېر وړاندې لاړشي.

د خیبر پښتونخوا صوبې اعلا وزیرپرویز خټک چین د دورې نه هیواد ته بیرته په تگ یو خبري کانفرنس ته وویل صوبه کښې ېی د پرمختیا د کارونو دپاره چین سره د٢۴ اربه ډالرو تراتیاو زیاتې لوظنامې لاس لیک کړې دي اودعوه ېی کړې دغه منصوبو کښې یوه هم داسې نیشته چې به پرې د چېن حکومت نه قرضه اخستل کیږي. او که کومو منصوبو کښې ورته د قرض اخستو ضرورت راپیښ شو نو دغه د مرکزي حکومت ته ور وړاندې کوي.

پرویزخټک د بغیر قرضونو منصوبو ذکرځکه کوي چې د پاکستان په مرکزي حکومت د اقتصادي کارپوهانو لخوا دا تور لگول کیږي چې دوي د سي پیک اکثره منصوبو تفصیل په دې نه ښکاره کوي چې ددې لپاره به چین نه قرضې اخستل کیږي او په قرض اخستل شوې منصوبې به هغه وخت پاکستان د اقتصادي کړکیچ سره مخ کړي کله چې د سي پیک په پوره کیدو د قرضونو واپس کولو وخت راشي.

چینايي چارواکي وايي غواړي د چین پاکستان اقتصادي راهداری منصوبه د خپل وخت نه وړاندې مکمل کړي.

د جوړ پلان په مطابق د سي پیک منصوبې راتلونکې وړمبی پړاو به کال ٢٠١٨ پورې مکمل کړی شي چې پکښې اکثره هايي ویز او لوېی سړکونه شامل دي. ددې وروسته به کال ٢٠٢٠ پورې د کارخانو، برقي او د انټرنیټ تارونو او د اډانې لپاره نورې اهمې منصوبې سرته رسول کیږي.

د چین د ریاستي اطلاعاتو دفتر په یورپورټ کښې وویل شوي ټوله منصوبه به تر کال ٢٠٣٠ پورې سرته اورسي خو ددې گټې به د وړمبي پړاو سرته رسیدلو نه وړاندې شروع شي.

د رپورټ د شمیرو ترمخه د ددې منصوبې دلاندې به په خیبر پښتونخوا کښې ١١٠٦ اربه ډالره ٧٠١ اربه ډالره به بلوچستان، ١١٠٥ اربه ډالره به سند صوبه او ٦٠٥ اربه ډالره پنجاب کښې لگول کیږي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG