لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په لویو لارو یا صنعتونو نا، د سي پیک ټول زور په زراعت دی


دا هغه نق‍شه ده چې ډان ورځپاڼې د سي پیک په اړه د خپل رپورټ سره شائع کړې ده. د نقشې په سور رنگ کې برخه د سي پیک مرکزي زون یا برخه په ډاگه کوي
دا هغه نق‍شه ده چې ډان ورځپاڼې د سي پیک په اړه د خپل رپورټ سره شائع کړې ده. د نقشې په سور رنگ کې برخه د سي پیک مرکزي زون یا برخه په ډاگه کوي

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د چین پاکستان اکنامک کاریډور، سي پیک، په اړه يي داسې دستاویزات ترلاسه کړي دي چې ددې نه وړاندې مطبوعاتو نه دي شائع کړي او پکې د منصوبي تفصیلي ذکر شوی دی او د عام تاثر برعکس چې گني په سي پیک کې به په لویه پیمانه صنعتونه لگول کیږي، لوې لارې به جوړیږي او د توانايي منصوبې به سره ته رسي، د منصوبې ټول زور په زراعت دی.

پاکستان د منصوبه سازۍ او پرمختیا وزیر احسن اقبال چې زیاتره سي پیک سره تړلې چارې يي په لاس کې وي، هغه د ډان خبر رد کړی دی. ایکسپریس ټریبیون نومې ورځپاڼه کې د شائع شوي خبر ترمخه احسن اقبال وویل ډان "نم پوخته" خبر خپور چاپ کړی دی او د خبر حقایق هم درست نه دي.

ډان وايي د سي پیک زیاته توجه په زراعت ده. په زرگونو ایکړه ځمکه به چینايي کمپنو ته ورکړی کیږي او دغه کمپنۍ به په دې ځمکه "نمایشي منصوبې" جوړوي.

د امن او امان ساتلو دپاره به د کراچۍ نه واخلې تر پیښور پورې په ښارونو کې په لویو سړکونو او بازارنو کې کیمرې لگول کیږي چې ٢۴ کنټې څارنه به کوي.

په قامي کچه په ټول هیواد کې د ټیلي وژن او انټرنیټ خپرولو لپاره د فایبراپټک تار غځول کیږي او هم ددې دلارې به چینیايي مطبوعات خپل نشریات او ثقافت نشر کوي.

ډان وايي ددغه منصوبې دلارې به چینايي کپمنۍ او ثقافت په "ژوره او پراخه کچه" ډول د پاکستان د اقتصاد او ټولنې په هره مهمه برخه کې ورداخل شي.

د چین سرمایه کاري او د پاکستان تاریخي هرکلی

ډان وايي په تاریخ کې ددې نه وړاندې څه مثال نشته چې پاکستان خارجه سرمایه کارۍ ته په دومره وسیع پیمانه د هیواد دروازې پرانستلې وي.

رپورټ وايي د موبایل فونو جوړولو، مواصلاتي الات او په کورونو کې د استعمال د الاتو او د معدنیاتو د لټون په مد کې چین د وړاندې نه په پاکستان کې سرمایه کاري کړې ده. خو د ټیکسټایل یا د پومبې، د جامو جوړولو، سمټو، سرې او د زرعۍ الاتو په صنعت کې چین نوره سرمایه کاري کولی شي او په دې لړ کې انډسټریل پارکونه یا خصوصي صنعتي زونونه قایمولی شي.

سي پیک، صنعتونه او که زراعت

خو ددې عام تاثر برعکس چې گني د سي پیک دلاندې به په لویه پیمانه په پاکستان کې صنعتونه لگول کیږي، لوې لارې به جوړیږي او د توانايي درنې منصوبې به سر ته رسول کیږي، ډان وايي د سي پیک ټول زور په زراعت دی او په دې اړه په تگ لاره کې ددې مد په اړه ډیر په تفصیل ذکر شوی دی.

ډان وايي د زراعت په مد کې به چین توخم د کښت نه واخلې فصل د اخستلو، صفا کولو، ذخیره کولو او منډايي ته د رسولو پورې په هره مرحله کې به چینايي کمپنۍ سرمایه کاري کوي. په دې کې د قرضې سهولت هم شامل دی.

ډان وايی چین د پاکستان د زراعت هغه مد ته هم کتنه کړې ده چې په سم ډول کار نه کوي. د زرعي پیدوار یو ځای نه بل ځای ته د وړلو لپاره د یخ ټرکونو د نشت والي له امله په پاکستان کې ٥٠ فیصد زرعۍ پیداوار، لکه میوه یا تازه سبزي، خرابه شي. پاکستاني کرونده گرو سره به د چین حکومت په "غیرمعمولي" کچه مرسته کوي.

چینايي کمپنۍ دې د مقامي خلکو د مذهب او ثقافت احترام کوي

ډان وايی د امنیت په خاطر به چینايي کمپنو ته ویل کيږي چې د مقامي خلکو د مذهب او ثقافت احترام دې کوي او مقامي خلکو سره دې د "برابرۍ" سلوک او ورسره دې په هم آهنگۍ کې ژوند کوي او ځايي خلکو ته دې د روزگار موقعې ورکوي.

سي پیک او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د معدنیانو صنعتونه

د صنعتونو لگولو لپاره پاکستان په غربي، شمال غربي او مرکزي او جنوبي "زونونو" یا برخو کې ویشل شوی دی. ډان وايی که څه هم په دې اړه څه زیات معلومات نه دي ښکاره کړی شوي خو په غربي او شمال غربي برخو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان زیاتره علاقې شاملې دي. هلته به د معدنیاتو سره تړلې صنعتونه لگول کیږي چې پکې د سرو زرو او د الماس لټون هم شامل دی. ددې نه علاوه په دغه سیمو کې د سنگ مرمر درنې ذخیرې موجود دي. رپورټ وايي چین په موجوده وخت کې د پاکستان د سنگ مرمرو ترټولو لوې خریدار دی.

مرکزي زون د پومبي صنعت، د سیمټو کارخانو او د کور د استعمال د الاتو فیکټریانو دپاره دی. ددې دپاره د پنجاب داود خیل، خوشاب، عیسا خیل او میانوالي علاقې غوره کړی شوي دي. رپورټ وايي پاکستان د خپل ضرورت نه زیات سیمټ پیدا کوي او په اینده کې په دې مد کې چین د سرمایه کارۍ نور گنجایش هم موجود دی.

جنوبي زون تیلو او د وسپنې د صنعت دپاره غوره کړی شوی دی چې پکې په کراچۍ کې د موټرو تیارولو او د گوادر بندر ذکر شوی دی. په دې لړ کې د افغانستان هم ذکر شوی چې گوادر بلوچستان د لارې افغانستان سره هم غوټه کیدی شي.

د سي پیک منصوبې ترمخه پاکستان سره د انټرنیټ رابطې لپاره به چین فایبر اپټک تار پاکستان ته غځوي. یو فایبراپټک تار به په ځمکه د خنجراب او پاکستان د شمالي علاقو دلارې او بل سمندر د لارې اول سکهر او بیا اسلام آباد او ټول هیواد ته غځول کیږي.

محفوظ ښارونه

د "سیف سیټز" یا د محفوظ ښارونو عنوان د لاندې پروگرام ترمخه به نه یوازې د خنجراب سرحدي لار بلکې په ښارونو کې به ٢۴ گنټې د څارنې نظام او ډیټیکټرز لگول کیږي چې د مشکوک شیانو لټون به کوي.

ددې پروگرام دلاندې به په پیښور کې ازمایښتي نظام پرځای کولی شي دا ځکه چې په شمال غربي پاکستان کې پیښور د "امنیت د شدید صورتحال" سره مخامخ دی. ددې ورسته به دا نظام اسلام اباد کې قایمولی شي. دغه رنگ بیا لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو کې.

سي پیک کې سرمایه کارۍ دپاره په پاکستان کې په ممکنه خطراتو کې سیاسي حالات او د هیواد د افراط زر لوړه شرح ده. رپورټ وايي د افراط زر د لوړې کچې له امله د منصوبې لگښت زیاتیدی شي. په رپورټ کې د چینايي سرمایه کارانو ته مشوره ورکړی شوي ده چې د خپل سرمايي د تحفظ په خاطر دې یوازې پاکستاني حکومت سره لوظنامې ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG