لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د روس نه په افغانستان کې د ثبات غوښتنه کړې


ماسکو او اسلام اباد پدې وروستیو کې د افغانستان په حقله خپل ګډ دریځ څرګند کړی دی.

د روس دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خپل روسي سیال ته ویلي چې ماسکو دې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره لاس په کار شي. ښاغلي اصف ویلي چې پاکستان د افغانستان د امنیت لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په یو نړیوال امنیتي کانفرانس کې د گډون لپاره روس ته تللی دی. دواړو غاړو دغه راز په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو ډلو په ضد د نړیوالو هلوځلو ارزونه هم وکړه.

څیړونکي وايي پاکستان په داسې حال کې د روس سره د نژدې اړیکو هڅه کوي چې دا هیواد په سیمه کې د امریکا ملګری بلل کیږي او د امریکا نه پراخې پوځي مرستې ترلاسه کوي.

د امنیتي چارو کارپوهان د طالبانو او روس ترمنځ اړیکو ته په اشاره وایي کیدای شي چې طالبان ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ د دریځ گډ ټکی وي.

په روانه میاشت کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن وویل چې داسې اطلاعات شته چې ماسکو د افغان طالبانو ملاتړ کوي. خو روس افغان طالبانو ته د وسلو د ورکړې دغه دوې رد کړي.

روس په دې وروستیو کې په ماسکو کې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره یو نړیوال کانفرانس جوړ کړی وو چې د چین، ایران، پاکستان او هند په گډون په کې د ١١ هیوادونو استازو گډون کړی و، خو امریکا په کې د بلنې سره سره گډون نه وو کړی.

بل خوا د افغانستان او پاکستان اړیکې په دواړو هیوادونو کې د وروستیو ترهگریزو پیښو په نتیجه کې له بل هر وخت نه ډیرې خړې پړې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG