لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د افغانستان سره په پوله ٣٣٨ قلعې او پوسټونه جوړوي


افغانستان په شریکه پوله د پاکستان د اقداماتو مخالفت کوي. خو میجر جنرل اصف غفور وویل په سرحد، چې په ډیورنډ لاین یا ډیورنډ کرښه هم یادیږي، دغه انتظامات د دواړو هیوادونو په گټه دي
افغانستان په شریکه پوله د پاکستان د اقداماتو مخالفت کوي. خو میجر جنرل اصف غفور وویل په سرحد، چې په ډیورنډ لاین یا ډیورنډ کرښه هم یادیږي، دغه انتظامات د دواړو هیوادونو په گټه دي

پاکستان د افغانستان سره په خپل سرحد د ازغن تار د لگولو کار پیل کړی دی او ددې ترڅنگ د کال ٢٠١٩ پورې به په پوله ٣٣٨ قلعې او پوسټونه جوړ کړی شي. دا خبره د پاکستان پوځ د گل، دوشنبې، په ورځ کړې ده.

د پاکستان د پوځ ترجمان میجرجنرل اصف غفور وویل افغانستان او پاکستان ٢٦١١ کلومیټره شریکه اوږده پوله لري او په باجوړ او مومندو کې د ٧۴۴ کلومیټرو سرحد باندې د ازغن تار د لگولو کار شروع شوی دی.

هغه وویل د کال ٢٠١٩ پورې به په پوله ٣٣٨ پوسټونه او قلعې جوړی کړی شي. پوځي ترجمان زیاته کړه چې په دغه پوسټونو او قلعو کې ۴٢ جوړ شوي دي او په ٦٣ باندې کار روان دی.

افغانستان په شریکه پوله د پاکستان د اقداماتو مخالفت کوي. خو میجر جنرل اصف غفور وویل په سرحد، چې په ډیورنډ لاین یا ډیورنډ کرښه هم یادیږي، دغه انتظامات د دواړو هیوادونو په گټه دي.

پوځي ترجمان وویل د جماعت الاحرار وسله والې ترجمان احسان الله احسان د پاکستاني امنیتي ادارو په ولکه کې دی خو نور تفصیل یي ور نه کړو.

د پوځي ترجمان د وینا نور تفصیل اسلام آباد نه د وائس اف امریکا ډیوه خبریال اورنگزیب خان په رپورټ کې دلته اورید شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG