لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معظم علي خان : کابل کې به دعلماؤ غونډه په 10م مارچ کيږي


په روانه مياشت کې دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون په کوربه توب لندن کې ددرې فريقې غونډې وروستو گډ بيان کې هم وئيل شوي وؤ چې دپاکستان اؤ افغانستان صدران دمارچ په مياشت ددغه غونډې هيله کوي
په روانه مياشت کې دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون په کوربه توب لندن کې ددرې فريقې غونډې وروستو گډ بيان کې هم وئيل شوي وؤ چې دپاکستان اؤ افغانستان صدران دمارچ په مياشت ددغه غونډې هيله کوي
دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم علي خان دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دافغانستان اؤ پاکستان څخه به دمذهبي سکالرانو(علماء کرامو) غونډه په 10م مارچ کابل کې ترسره کيږي.
اسلام اباد کې دخارجه دفتر داووۀ نيز بريفنگ په مهال معظم علي خان وويل پاکستان اؤ افغانستان دواړو په دې خبره اتفاق کړى چې دعلماؤ غونډه به په 10م مارچ کابل کې ترسره کيږي.
دروانې اوونۍ په پيل کې يو افغان هيئت دپاکستان سفر کړى ؤ، ددغه سفر مقصد داسلام په نوم دځانمرگي بريدونو اؤ دتشدد دنورو قسمونود ردولو په اړه کابل کې دکيدونکې غونډې پلانونو ته غوڅ شکل ورکول ؤ.
خو اکثره پاکستاني سکالرانو په دې شخړه دغونډې څخه بائيکاټ کړى چې ايا افغان طالبانو ته دکابل په غونډه کې بلنه ورکړل شي که نه؟
په روانه مياشت کې دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون په کوربه توب لندن کې ددرې فريقې غونډې وروستو گډ بيان کې هم وئيل شوي وؤ چې دپاکستان اؤ افغانستان صدران دمارچ په مياشت ددغه غونډې هيله کوي.
دزيارت په ورځ دبريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياند معظم علي خان وويل پاکستان تر دې مهاله 28 افغان طالب بنديان خوشې کړي دي.
وياند په ډاگه کړه چې خارجه دفتر دجمعيت علماء اسلام(ف) دمشر مولانا فضل الرحمان دقطر داوسنۍ دورې سره هيڅ تعلق نۀ لري، دميډيا راپورونو ترمخه مولانافضل الرحمان قطر ته افغان طالبانو سره دليدنې لپاره تللى ؤ، خو افغان طالبانو ددغه رقم کومې ليدنې څخه انکارکړى.
وياند وويل چې مولانا فضل الرحمان دوحه ته پخپله خوښه تللى.
دکشمير په اړه معظم علي خان وويل چې پاکستان دکشمير دلانجمنې سيمې په اړه پخپله تگلاره کې هيڅ قسمه بدلون نۀ دى راوستى.
دهغه وينا وه چې پاکستان دکشمير دستونزې هوارى دکشميري اولس دخواهشاتو اؤ ملگرو ملتونو دقراردادونو سره سم غواړي .
هغه وويل چې فلسطيني صدر محمود عباس به دفرورۍ په 16مه نيټه په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورځي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG